سعودي د ۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت میترو جوړوي

Image caption د میترو ډیزاین یوه عراقي الاصله برتانوي انجنیر زها حدید ګټلی دی.

د سعودي حکومت وايي، له پلازمېن ریاض څخه به د څه باندې ۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت میترو جوړه کړي.

چارواکي وايي، دا به د عامه لېږدونې په برخه کې د نړۍ تر ټولو لویه پروژه وي، چې ټیک شپږ میترو کرښې به غځول کېږي او د هېواد له اقتصاد سره به ډېره مرسته وکړي.

د دغې پروژې د طرحې ګټونکی عراقی-برتانوی انجنیر زها حدید دی.

د میترو جوړولو لومړنۍ چارې به د راتلونکي کال لومړیو کې پیل او تر ۲۰۱۹ کال پورې به بشپړې شي.

د الریاض پرمختیايي ادارې (ADA) مشر ابراهیم بن محمد السلطان وویل، د ریاض عامه ترانسپورت پروژه "به د ګومارنو او اقتصادي غوړېدا په برخو کې یو لوی پرمختګ وي".

نوموړي وویل له دې پروژې هدف د ریاض نژدې شپږ میلیون وګړو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

د کامبریچ پوهنتون د خلیج کارپوه جیم کرین بي بي سي ته وویل، چې دغه میترو د سعودي عربستان لپاره یو لوی پرمختګ دی:

"د سعودي حکومت له یوې ستونزې سره مخامخ دی، د تېلو بیه لوړه ده، او بهرنیو مارکیټونو کې یې عواید ټيټ دي. دوی پیسې ډېرې لري، خو د لګولو لپاره یې اړتیا ډېره ده. د پیسو د لګولو تر ټولو غوره لار د زېربناوو جوړول دي".

د ریاض میترو، چې تر نژدې ۱۸۰ کیلومترو پورې غځېږي، د دوبۍ له میترو سره برابره ده.

ورته مطالب