"تمه ده د منځني ختيځ تړون '۹ مياشتو' کې وشي"

کېري، عريقات، ليفني
Image caption د فلسطينيانو له لوري صايب عريقات او د اسراييلو له لوري تسيبي ليفني د خبرو مشري کوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وايي، هڅې کېږي د فلسطينيانو او اسراييلو ترمنځ د سولې خبرې په راتلونکو نهو مياشتو کې يوه حتمي تړون ته ورسېږي.

جان کېري وايي د دواړو غاړو ترمنځ بله ناسته به په راتلونکو دوو اوونيو کې په اسراييلو يا فلسطين کې وشي.

دی وايي په خبرو اترو کې پر ټولو مسایلو خبرې کېږي.

ښاغلي کېري دغه څرګندونې په واشنګنټن کې د دواړو غاړو ترمنځ له دوه ورځنيو خبرو وروسته يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې د اسراييلو او فلسطينيانو له مرکچيانو سره ليده کاته وکړل.

د اسراييلو له لوري د دغو خبرو مشري د عدليې وزيره تسيبي ليفني او د فلسطينيانو له لوري صايب عريقات کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر دا خبره منلې چې: "دغه لار ستونزمنه ده، خو ټينګار يې وکړ چې په واشنګټن کې شوې خبرې مثبتې وې."

۱۰۰ فلسطيني زندانيان

یوې لنډې خبري ناستې ته صايب عريقات وويل: "خوښ دی چې د ټولو مسایلو د حل کولو هڅې کېږي." او اغلې ليفني دغې ناستې ته وويل چې له کلونو ځنډ وروسته هېله منه ده.

جان کېري دغه پړاو ته د رسېدو په برخه کې د اسراييلو د لومړي وزير بنيامن نتنياهو او د فلسطينې ادارې د ولسمشر محمود عباس د مشرتابه ستاينه وکړه.

فلسطيني او اسراييلي مرکچيانو وروسته له دريو کلونو د دوشنبې په ورځ بيا په واشنګټن کې خبرې پيل کړې.

دغه خبرې وروسته له هغه پيل شوې چې اسراييلو د ۱۰۰ زنداني فلسطينيانو د خوشې کولو پرېکړه وکړه.

دغه خبرې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د هغو هڅو پايله ده چې د دندې له ترلاسه کولو وروسته يې شپږ ځله منځني ختيځ ته سفر کړی دی.

ورته مطالب