اندونیزیا کې ۴۷ ایرانیان د اعدام په انتظار دي

ویرنجوریت
Image caption د ویرنجوریت له قوله دا هم ویل شوي، اندونیزیا ته په هرو لسو تللیو ایرانیانو کې یې پنځه بېرته ایران ته نه ستېږي.

په تهران کې د اندونیزیا سفیر ویلي، چې دا مهال ۴۷ هغه ایرانیان، چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي، اندونیزیا کې د اعدام سزا ته د انتظار شېبې شماري.

سفیر دیان ویرنجوریت دا څرګندونې تهران کې کړې دي.

نوموړي د ایران "ایسنا" خبري رسنۍ ته ویلي، چې اندونیزیا کې پنځه زره ایرانیان د دغه هېواد په ځانګړو"دارالتأدیب" کې پراته دي.

دغې رسنۍ د سفیر له قوله دا هم ویلي، چې اندونیزیا کې ۴۰۰ ایرانیان په بېلابېلو جرمونو بندیان شوي.

د ویرنجوریت له قوله دا هم ویل شوي، اندونیزیا ته په هرو لسو تللیو ایرانیانو کې یې پنځه بېرته ایران ته نه ستېږي.

تېره اوونۍ اندونیزیا خپلې خاورې ته د هغو ایراني وګړو د ورتګ بندولو امر صادر کړ، چې قانوني اسناد نه لري.

Image caption ځینې ایرانیان استرالیا ته د رسېدو په موخه لومړی اندونیزیا ته ځي، خو هلته بیا د وتلو لار ترې ورکه شي.

ایران کې د اندونیزیا سفیر دا هم ویلي، ځینې ایرانیان استرالیا ته د رسېدو په موخه د اندونیزیا له لارې سفر کوي، خو کله چې هلته ورسېږي، پیسې یې خلاصې شي او استرالیا ته د سفر وس نه لري.

اندونیزیا د هغو ایراني کډوالو او یا پناه غوښتونکو د عبور او مرور لار ده، چې غواړي استرالیا ته ځانونه ورسوي.

په دې لړ کې تېرو څو کلونو کې اندونیزیا ګڼې هغه بېړۍ نیولې دي، چې ناقانونه کډوال یې استرالیا ته لېږدول.

ځینې وخت د ناقانونه کډوالو بار بېړۍ ډوبې شوې هم دي، چې تر ډېره په کې د اسیايي هېوادونو وګړي وو.

ورته مطالب