زیمبابوې ولسمشر ټاکي

Image caption اټکل دی، چې د رای اچوونکو شمېر لانور ډېر شي.

په داسې حال کې چې د رای چوونکو شمېر په ډېرېدو دی، د زیمبابوې وګړي نوی ولسمشر ټاکي.

ولسمشر رابرټ موګابي د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي وو، که چېرې ټاکنې وبایلې، تر ۳۳ کلنې واکمنۍ وروسته به له واکه لېرې شي.

وړاندې د دیموکراسۍ او بدلون لپاره د خوځښت ګوند پر موګابي تور لګولی و، چې ټاکنو کې لاسوهنه کوي.

ددغه ګوند مشر مورګان چانګیرای ویلي وو، چې موګابي غواړي، بیا ځان ولسمشر کړي، خو موګابي دا څرګندونې رد کړې وې.

ټاکنیز کمپاین په ارامۍ تېر شوي وو، چې د کوم تاوتریخوالي خبر نه دی ورکړل شوی.

خو پنځه کاله مخکې د ټاکنو پرمهال ډېرې ستونزې او تاوتریخوالي شوي وو.

رای اچونه ګهیځ پر اوو بجو پیل شوه، چې د ماښام تر اوو بجو به دوام ولري.

اټکل دی، چې د رای اچوونکو شمېر لانور ډېر شي.

ورته مطالب