استراليا ۴۰ پناه غوښتونکي نيو ګيني ته استولي

Image caption په دې ډله کې اکثره کډوال افغانان او ایرانیان دي

استرالیا د کډوالو په اړه د نوې تګلارې له مخې د کډوالو یوه ۴۰ کسیزه ډله د نورو اجرااتو لپاره پاپوا نیوګینی ته استولې ده.

په دې ډله کې اکثره افغانان او ایرانیان نارینه دي چې د استرالیا اړوند کرسمس ټاپو ته استول شوي وو.

دا نوې تګ لاره دوه اوونې وړاندې د دې لپاره وضع کړل شوه چې د سمندر له خطرناکې لارې استرالیا ته د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

په دې لاره کې سلګونه کسان چې په کښتېو کې يې ځان استراليا ته رساوه د لارې په اوږدو کې په سمندر کې ډوب شوي دي.

څو ورځې وړاندې د استراليا لومړي وزير کېون رډ اعلان وکړ چې له دې وروسته به د سمندر له لارې استرالیا ته ورتلونکي کډوال مخامخ پاپوا نیو ګیني ته استول کېږي.

استراليا وروسته له هغه چې څو ځلې په پناه غوښتونکو بار کښتۍ په سمندر کې واوښتې دغه هېواد ته د کښتيو له لارې د ورتلونکو کسانو د نه منلو اعلان وکړ.

د استراليا له دغه اعلان وروسته د بشري حقونو یو شمېر ډلو په استراليا نېوکې وکړې.

د کډوالۍ په چارو کې د استرالیا وزیر ټوني برک ویلي نوې کړنلاره یو جدي پیغام استوي:

"د انسانانو قاچاق کوونکي به له دې وروسته د خرڅلاو لپاره څه ونه لري. نور څوک نه شي کولی د کښتۍ له لارې استرالیا کې پناه وغواړي. د دې نوې تګ لارې له مخې لومړۍ ډله واستول شوه."

ښاغلي برک ويلي دا لړۍ دوام لري او په راتلونکې ورځو کې به نور کسان هم پاپوا نیو ګيني ټاپو ته واستول شي.

ټوني برک وايي په راتلونکې کې که هر څوک د کښتيو له لارې راځي وبه ګوري چې استرالیا په دې اړه په خپله پریکړه څومره ټينګه ولاړه ده.

که څه هم کره راپورونه نه شته، خو په تېرو څو مياشتو کې څو ځله د پناه غوښتونکو کښتۍ په سمندر کې اوښتي، چې يو شمېر کسان هم په کې مړه شوي دي.

استراليا ته ډېری ورتلونکي کسان د عراق، سوريې، ايران او افغانستان دي، چې په خپلو هېوادونو کې د ناوړه شرايطو له امله دغه هېواد ته پناه وروړي.

ورته مطالب