جان کېري له پاکستانی چارواکو سره خبرې پیل کړي

Image caption په پاکستان کې ډرون بريدونه به د دواړو لوريو ترمنځ د سر سر موضوع وي

د امريکا د بهرنېو چارو وزير جان کېري له پاکستاني مشرانو سره په مهمو موضوعاتو خبرې پيل کړې دي.

په اسلام اباد کې د بي بي سی خبريال طاهر خان وايي په دغو خبرو کې به په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو، د ترهګرۍ ضد جګړه کې همکاري، اقتصادي اړيکې او د ستراتېژيکو خبرو بیا پيلول شامل وي.

جان کېري تېره ورځ د ( جولای، ۳۱مه) اسلام اباد ته رسېدلی او دا له هغه راهيسې چې په جون مياشت کې په پاکستان کې نوی حکومت جوړ شوی دغه هېواد ته د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي، لومړی سفر دی.

ښاغلی کېري به د لومړي وزير نواز شريف له حکومت سره د امريکا د اړيکو په اړه خبرې وکړي.

اسلام اباد ته د ښاغلي کېري له ورتلو وړاندې د نواز شريف په مشرۍ د لوړې کچې په يوه غونډه کې له هغه سره د خبرو پر اجنډا غور شوی دی.

په دغه غونډه کې د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني، د آی اس آی مشر ظهير الاسلام او د لومړي وزیر ستر سلاکار سرتاج عزيز ګډون کړی.

د جان کېري په مشرۍ امريکايي پلاوي د خپل سفر په پيل کې د بهرنيو چارو په وزارت کې له سرتاج عزیز سره کتلې دي.

د بهرنيو چارو وزارت مخکې ويلي و، چې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو ډرون بريدونو موضوع به د دوی د خبرو مهم ټکی وي.

اسلام اباد ټينګار کوي چې په دغو بريدونو کې ملکي کسان وژل کېږي او دا چې ډرون بريدونه د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره زیان رسوونکي دي.

امريکا وايي له دې امله ډرون بريدونه نه دروي، چې وسله وال له قبایلي سیمې وزيرستان نه د ډېورنډ بلې غاړې ته د بريدونو لپاره اوړي او په خبره يې پاکستان يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

په واشنګټن کې د امريکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې ښاغلی کېري به پر پاکستاني چارواکو د وسله والو پر ضد د نورو ګامونو پورته کولو غږ وکړي.

د پاکستان او امريکا ترمنځ د ستراتېژيکو خبرو بيا پيلول هم يوه موضوع ده، چې په ۲۰۱۱ کې د پاکستان پر يوې پوستې د بريد له امله چې ۲۴ پاکستاني سرتېري په کې ووژل شول، ځنډېدلې وې.

چارواکي وايي په افغانستان کې د سولې مسله هم د خبرو په اجنډا کې شامله ده او دواړه غاړې به د قطر بهير د بيا پيلېدو په اړه خبرې وکړي.

ورته مطالب