د امنیتي ګواښ له کبله امریکايي سفارتونه تړل کېږي

ماري هارف
Image caption ماري هارف وايي: "شاید موږ ځینې نورې ورځې هم خپل سفارتونه تړي وساتو".

امریکايي چارواکو ویلي، د نړۍ په ځینو هېوادونو –تر ډېره منځني ختيځ – کې به د راتلونکې یکشنبې پر ورځ خپل سفارتونه د امنیتي ګواښ له کبله وتړي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې د یوه نامالوم ګواښ په پایله کې منځني ختيځ کې خپل سفارتونه او دیپلوماتیک دفترونه د راتلونکې یکشنبې پر ورځ وتړي.

د یکشنبې ورځ اسلامي نړۍ کې د کار عادي او رسمي ورځ ده.

تېر کال د سپتمبر پر ۱۱مه د امریکا بنغازي کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید وشو، چې د امریکايي سفیر ک ریسټوفر سټیفنز په ګډون لږترلږه څلور امریکایان په کې ووژل شول.

تر ډېره منځني ختيځ کې د امریکا پر سفارتونو ګواښونه شوي وو، چې پر ځينو یې عملاً بریدونه هم وشول.

د امریکا د بهرنیو چارو یوې ویاندې میري هارف بي بي سي ته وویل "د امریکا ټولو سفارتونو او اړوندو ادارو ته مو د یکشنبې پر ورځ، چې د کار عادي ورځ ده، د بندولو امر کړی".

سرچینه زیاتوي "شاید موږ ځینې نورې ورځې هم خپل سفارتونه تړي وساتو".

هارف زیاتوي، موږ ته معلومات راکړل شوي، چې دا ډول وقایوي ګام واخلو.

سي بي ایس خبري اژانس ویلي، چې تر ډېره بحرین، اسراییل، اردن، کویت، لیبیا، عمان، قطر، سعودي عربستان، یمن، افغانستان او بنګله دېش کې د امریکا سفارتونه او اړوندې کونسلګرۍ تړل کېږي.

ورته مطالب