د امریکا ۲۱ سفارتونه تړل شوي

Image caption د امریکا په تړل شویو سفارتونو کې د کابل، عمان، قاهرې، داکه او ریاض سفارتونه هم شامل دي.

امریکا د یو نامعلومه خطر په وړاندې تر ډېره په منځني ختیځ کې خپل ۲۱ سفارتونه او کونسلګرۍ د نن ورځې(یکشنبې) لپاره تړلې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ امریکایانو خبردادۍ وړکړي و چې په نړیوالو سفرونو کې د روانې میاشتي تر پایه احتیاط وکړئ.

وزارت ویلي و چې د القاعده شبکې له خوا د احتمالي بریدونو ویره په ځانګړې توګه په مینځني ختیځ او شمالي افریقا کې ډېره ده.

که څه هم یکشنبه په اسلامي نړۍ کې د کار رسمي ورځ ده د امریکا ډیپلوماتيک مرکزونه په مینځني ختیځ، شمالي افریقا او د آسیا په ځینو برخو کې تړلي وو.

په تړل شویو سفارتونو کې د کابل، عمان، قاهرې، داکه او ریاض سفارتونه هم شامل دي.

سرچینه وايي کیدای شي چې دوی په را روانو ورځو کې هم خپل سفارتونه تړلي وساتي. د امریکا د سفارتونو تړل او نړیوالو سفرونو کې د احتیاط خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې امریکا د القاعده شبکې پټ پیغامونه وڅارل.

امریکايي چارواکي وايي ډېر امکان شته چې په ځینو هېوادونو کې عامه ترانسپورتي سیستم او د سیل ځایونه په نښه شي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي دا ګواښ کیدای شي د روژې د مبارکې میاشتي سره تړاو ولري چې په څو ورځو کې پائ ته رسېږي. په یمن کې د برتانیا په ګډون ډېرو نورو هېوادونو هم خپل ډیپلوماټیک مرکزونه په موقتی ډول تړلي دي. د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې سفارت به یې په صنعا کې د سې شنبې تر ورځي تړلي وي.

دوي په خپله ویبپاڼه کې له ټولو برتانوي اتباعو نه په ټینګه غوښتنه کړې ده چې یمن ته سفر ونه کړي او که په یمن کې دي نو له یمن نه دې ځان وباسي.

دوي وایي په یمن کې د ترهګرو بریدونو خطر ډېر دی او هم دا ویره شته چې برتانیايي اتباع به د وسلوالو قبایلو، ترهګرو او جنایتکارو ډلو له خوا وتښتلو شي.

د برتانیا د بهرنیو چارو ویاند وویل نه شي ویلای چې آیا د برتانیا د سفارت تړل له کوم ځانګړي خطر سره تړاو لري او که نه خو د برتانیا سفارتونو ته خبرداری وړکړل شوی چې په منځني ختیځ کې له خطر سره مخامخ دي.

ورته مطالب