د ترکيې محکمې د "کودتا پر توطيه ګرو" د بند حکم کړی

Image caption د ارګېنېکون قضيه کېڅه د پاسه ۲۷۰ کسان محاکمه کېږي

د ترکيې د پوځ پخوانی مشر جنرال اېلکر بسبوګ د حکومت راپرځولو توطيه کې په ګرم ختلو په عمري بند محکوم شوی دی.

جنرال بسبوګ د لسګونه تنو هغو نورو ترمنځ دی، چې د څه د پاسه ۲۷۰ پوځيانو، وکيلانو، اکاډميکو څېرو او خبريالانو اوږدمهاله محاکمه کې پرې تورونه لګېدلي دي.

ځينو تورنو ته چې په "ارګېنېکون توطيه" کې تورن شوي، تر ۴۷ کلونو پورې بند سزا ورکړل شوې، په داسې حال کې چې ۲۱ تنه يې خوشي شوي دي.

جنرال ايلکر بسبوګ چې د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۰ کال پورې د پوځ مشر و، پرې لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

محاکمه په يوه داسې کمه کې کېږي، چې ودانۍ يې په ځانګړي ډول جوړه شوې ده.

د ادعا له مخې د توطيې موخه د عدالت او پرمختيا (AKP) ګوند حکومت راپرځول وو.

تورن کسان له لسګونو تورونو سره مخامخ دي، چې د ارګېنېکون – د ادعا له مخې يوې پټې ترهګرې ډلې - له غړيتوب نيولې تر ناقانونه وسلو لرلو او هم د عدالت او پرمختيا ګوند پر وړاندې د بغاوت پارولو پورې رسېږي.

څارنوالانو جنرال بسبوګ او د نهو نورو جنرالانو په ګډون د ۶۳ نورو لپاره د عمري بند سزا غوښتنه کړې ده.

محاکمه د استانبول لوېديځ له لوړې کچې امنيت برخمن سېلېوري زندان کې، چې جنرالان په کې بنديان دي، د محکمې نوې جوړه شوې ودانۍ کې کېږي.

دغې قضيې ته له خپلو سيکيولر او پوځي مخالفانو سره د لومړي وزير رجب طيب اردوګان ټکر کې د يوې مهمې ازموينې په توګه کتل کېږي.

له هغه راهيسې چې ښاغلی اردوګان په ۲۰۰۲ کال کې واک ته رسېدلی، سلګونه پوځي افسران، د دندې پر مهال يا تقاعد شوي، نيول شوي دي.

ګوتنيونکي وايي د تورونو لپاره بېلګې ډېرې کمې دي، او پر حکومت د دې تور لګوي چې د خپلو سيکيولر مخالفانو چوپولو هڅه کوي.

ګوتنيوونکو شکايت کړی چې د ارګېنېکون پلټنه د عدالت او پرمختيا ګوند پر مخالفانو راغونډه ده، خو حکومت د دغه ډول موخو خبره ردوي.

د ترکيې پوځ له اوږدو راهيسې خپل ځان د دغه هېواد سيکيولر اساسي قانون ساتونکی بللی دی.

د ۱۹۶۰ او ۱۸۰ کلونو ترمنځ يې دری کودتاګانې کړې او د عدالت او پرمختيا ګوند سره د تاوتريخوالي تاريخ لري.

عدالت او پرمختيا د رفاه ګوند ځای ناستی بلل کېږي، چې د ۹۶-۱۹۹۷ ترمنځ يې يو کال حکومت وکړ، خو د پوځ په مشرۍ هلوځلو پايله کې يې استعفا وکړه.

ورته مطالب