پاکستان کې سېلاوونو له ۶۰ زيات کسان وژلي

Image caption د وژل شويو ۶۰ کسانو نيمايي يې د کراچۍ دي

په پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله د راوتلو توپاني سېلاوونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۶۰ ته رسېدلی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوينې له مخې په راتلونکو څلورو نورو ورځو کې هم د تېز باران د اورېدو وړاندوينه شوې ده.

د وژل شويو ۶۰ کسانو نيمايي يې د کراچۍ دي. دغلته د بې وزله خلکو کورونه تر اوبو لاندې شوي او ويجاړ شوي دي.

ځينې کسان د برېښنا د ټکانونو له امله وژل شوي او ماشومان د اوبو د زياتېدو له امله ډوب شوي دي.

د خيبر پښتونخوا په لرې پرتو سيمو کې هم توپاني سېلاوونه راوتلي او په کراچۍ او سندهـ کې سمندري ځواکونو د خلکو مرستې ته ور دانګلي.

سندهـ

په کراچۍ ښار کې د سختو اورښتونو او سېلاوونو له امله د خلکو ورځنی ژوند په ټپه درېدلی دی.

د شنبې په سهار پیل شوی باران ټوله ورځ شېبه په شېبه اورېده.

د کراچۍ کمشنر شعيب احمد صديقي په ښار کې د سخت اورښت له امله بېړنی حالت اعلان کړی او د اوبو سيستم سخت اغېزمن شوی دی.

له کراچۍ پرته د سندهـ په نورو سيمو سکهر، جيکب اباد، لاړکانه، دادو، قمبر، کندهـ، کوټ ګهوټکي، شکارپور او بدين کې هم د سخت باران له امله ښاريان او کليوال خلک اغېزمن شوي دي.

خيبر پښتونخوا

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې تر اوسه اته کسه وژل شوي دي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي تېره ورځ د سخت باران له امله راوتلي سېلاو په بډهني سيمه کې ښاري برخې ډېرې اغېزمنې کړې دي.

د سېلاو اوبه کورونو ته ننوتي او په پېښور کې د چارسدې په سيمه کې سړکونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.

قبايلي سيمې

له قبايلي سيمو راپورونه وايي چې د سېلاوونو له امله د ۱۲ کسانو وژل کېدل تاييد شوي او يو کس لادرکه دی.

په کرمه ايجنسۍ کې د باران او سيلاو له امله څلور کسه وژل شوي او په جنوبي وزيرستان کې سيلاوونو پنځه کسه وژلي دي.

په شمالي وزيرستان هم کې يو کس سيلاو وژلی او زيات مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

چترال

د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي په چترال کې هم پنځه کسه د وروستيو سېلاوونو له امله وژل شوي دي.

له تېرو دريو ورځو راهيسې د بارانونو او سيلاوونو اوبه له بيالو او لښتيو اووښتي او په پراخه کچه ويجاړۍ يې رامنځته کړې ده.

دوی وايي د سېلاو له امله د څښاک د پاکو ابو رسولو سيستم هم ويجاړ شوی دی.

بلوچستان

په بلوچستان کې چارواکي وايي چې دغلته تر اوسه څلور کسه وژل شوي دي.

د دغه ايالت چارواکي وايي چې سېلاو ځپلو سيمو ته يې په مرستو بار ۱۵ موټره استولي دي.

پنجاب

د پنجاب مشر وزير د سېلاو له امله سختې ځپل شوې سيمې راجن پور ته رسېدلی دی.

ده له ځپل شويو کسانو سره د ۵۰ ميليونه پاکستاني روپيو د مرستې اعلان کړی او ويلي يې دي چې خيمې، خوراکي توکي او درمل به دغې سيمې ته واستوي.

ورته مطالب