"القاعده د امريکا پر ګټو د بريد په لټه کې ده"

Image caption د امريکا سفارتونه به د بيت المقدس په ګډون په ۱۸ هېوادو کې د شنبې تر ورځې تړلي وي

د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې غړي وايي، په منځني ختيځ کې د امريکا د ۲۲ سفارتونو او کونسلګريو لنډ مهالي تړل کېدل په وروستيو کلونو کې د امريکا ګټو ته تر ټولو جدي ګواښ دی.

د شنبې په ورځ د ولسمشر اوباما لوړپوړي استخباراتي مسوولين له امريکا بهر د معلوماتو ترلاسه کولو له مخې دې پايلې ته رسېدلي، چې د امريکا د ګټو پر وړاندې ګواښ شته.

وروسته له هغه د امريکا حکومت په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د لنډ وخت لپاره خپل سفارتونه وتړل.

امريکا تېره ورځ (يکشنبه، ۴ اګست) ۲۲ سفارتونه او کونسلګرۍ وتړلې، خو د کابل، بلخ، هرات، اربيل، بغداد او بصرې په ګډون خپل ۹ دپلوماتيک دفترونه يې نن دوشنبه له سره فعاليت پيلوي.

پر همدې مهال امريکا پرېکړه کړې چې د منځني ختيځ او شمالي افريقا په ځينو هېوادونو کې خپل سفارتونه او کونسلګرۍ تر راتلونکې شنبې تړلي وساتي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ویناپاڼې له مخې دغه اقدام د احتياط له مخې اخيستل شوی، نه دی د وروستيو ګواښونو له امله.

د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې مشر، سناتور چمبليس وايي القاعده پر امريکايي ګټو د بريدونو په وروستي پړاو کې ده.

ځينې اروپايي هېوادونو هم د يمن په پلازمېنه صنعا کې خپل سفارتونه د لنډ وخت لپاره تړلي دي.

برتانيا چې په لومړي سر کې يې په يمن کې خپل سفارت د دوه ورځو په مخه تړلی و، اعلان کړی چې دغه سفارت به لږترلږه تر کوچني اختره تړلی وي.

نړېوالو پوليسو انټرپول هم د شنبې په ورځ له غړو هېوادو وغوښتل هوښيار اوسي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د عراق، لېبیا او پاکستان له زندانونو بنديان وتښتېدل.

ورته مطالب