مشهور کردی شاعر شیرکو بیکس ومړ

شیرکو بیکس
Image caption د شیرکو ادبي اثار د نړۍ ګڼو ژبو ته ژباړل شوي.

مشهور کردی شاعر شیرکو بیکس ومړد سویډن مرکز سټاکهولم کې مشهور کردی شاعر شیرکو بیکس له اوږدې ناروغۍ وروسته د دریي اویا کلونو په عمر مړ شوی.

بیکس په ۱۹۴۰ کال د عراقي کردستان السلیمانیه ښار کې زیږېدلی، چې د نوموتي کردي شاعر فائق بیکس زوی و.

نوموړي له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې په عصري او ادبي شاعرانه ژبه شعرونه لیکل او د مشهورو کردي شاعرانو د ټولنې غړی وتلی غړی و.

هغه له ۱۹۶۸ کال راهیسې پنځه دېرش شعري ټولګې لیکلې چې مشهورې یې "د قصایدو وړانګې"، "د ژړا زانګو"، "انګار ایرې شو"، "شفق او هجرت" ،"کوچنۍ هیلې"، "د څراغونو هدیره" او "نجلۍ زما وطن" او داسې نور دي.

د نوموړي مشهورې شعري ټولګې انګلیسي، سویډني، فرانسوي، جرمني، ډنمارکي، هالنډي، رومانیايي، ترکي، پولنډي، ایټالوي او فارسي ژبو ته ژباړل شوې دي.

کله چې نوموړی امریکا متحدو ایالتونو او کاناډا کې زده کړې کولې، په ۱۹۸۸ کال یې غوره شعرونه ولیکل.

نوموړي د شهرت سربېره، ګڼې نړیوالې جایزې هم ګټلې، چې د پام وړ یې د ۱۹۸۷ کال د سویډن "توخلوسکي" او "پیره میرد" جایزې وې.

هغه پخپل شعر کې نرم الفاظ کارولي او معاصر کردي شعر کې یې انقلاب راوستی؛ ځکه نو په شعري ټولنه کې یې مینه وال ډېر شول.

د عربي نړۍ پاڅونونو په اړه نوموړي له القدس عربي ورځپاڼې سره مرکه کې هغه خپل نظر داسې څرګند کړی "ژبه او قصیده د دغې لویې پېښې پروړاندې هېڅ نه شي کولی... داسې چې یوه لویه قصیده حمص کې د یوه بې ګناه ماشوم له یوه څاڅکي وینې سره نه شو پرتله کولی".

نوموړي دا هم ویل "خپل ځان دې نړۍ کې د هرې پېښې رامنځ ته کېدا پروړاندې مسؤول ګڼم، خو پېښو ته د یوه کردي شاعر په نظر ګورم، همدا لامل دی چې کله چې سومالیا کې یو ماشوم وږی وینم، داسې ګڼم، چې زما ماشوم له لوږې مري. یا د قاهرې تحریر میدان کې یو ځوان وینو کې لت پت وینم. د لیکوالۍ پر مهال دا ټول کسان زما د مېز پر سر، زړه کې، لیکنو کې او زما مخ ته انځوروم، همدا ده چې له انساني شعور خپل شعر لیرې نه بولم او نه هم امکان لري".

ورته مطالب