اپل د جعلي چارجر پر وړاندې ګام اخلي

اپل په نړيواله کچه يو پروګرام پیل کړی چې له مخې يې غواړي د درېيم اړخ جعلي(يو اېس بي) چارجر ځای په خپل اصلی توليد ونيسي.

دغه ګام له هغو راپورنو وروسته اخيستل کېږي چې ويلي يې وو يوه چينايۍ مېرمن د يوه داسې چارجر په کارولو برېښنا نيولې وه چې د اپل نه و.

اپل ويلي دوی به د درېيم اړخ چارجر په بدل کې په رسمي ډول ۱۰ ډالر يا هم په ورته ارزښت ځايي پيسې ورکوي.

ټاکل شوې دغه پروګرام د اګست پر ۱۶ مه پيل او د اوکتوبر تر ۱۸ مې دوام وکړي.

اپل د جولای نيمه کې ويلي وو، د هغو راپورونو پلټنه کوي چې په کې ويل شوي وو يوه چينايۍ مېرمن، مه ايلون، هغه مهال مړه شوه چې له يوه ديوالي چارجر سره تړلي خپل (ايفون ۵) زنګ ته يې ځواب ووايه.

وروسته بيا د دغې پېښې لامل د درېيم اړخ دغه ډول چارجر وبلل شو.

د بدلولو يا (راکړه واخله) دغه پروګرام اعلانولو پر مهال د مېرمن مه د مړينه يادونه نه ده شوې، خو اپل ويلي چې پروګرام يې د "خونديتوب مسئلو" له مخې پيل شوی دی.

سېريل يا پرله پسې شمېره

له همدې مسئلې سره تړلي ګام کې اپل په دې وروستيو کې خپله چينايۍ وېبپاڼه په نويو معلوماتو نوې کړې، چې له مخې يې له خلکو سره د جعلي (يو اېس بي) چارجرونو پېژندنه کې مرسته وکړي.

هغوی چې غواړي يو رسمي چارجر ترلاسه کړي، بايد د درېيم اړخ چارجر وسپاري، او هم د ايفون، ايپوډ يا ايپاډ سېريل شمېره ورکړي چې د برېښنا اخيستلو لپاره یې دغه چارجر کارول کېده.

د ۱۰ډالرو يا يې برابرې پيسې به د عادي چارجر بيه کې کمښت يا ارازني وي. په بريتانيا کې د اپل چارجر بيه ۱۵ پونډه ده.

څښتنان به د اپل توليد سره تړلې هر ډول اله چې دوی يې لري يوازې يوه اډبټر بدلولو توان ولري.

د بدلولو دغه چاره د اپل پلورنځايونو او يا هم دخدمت برابرونې منل شويو ځايونو کې ترسره کېږي.

اپل ويلي چې د درېيم اړخ او جعلي چارجرونه به "د چاپېريال سره په ملګرې بڼه له منځه وړل کېږي".

ورته مطالب