اسپانیا پر ماشومانو تېری کوونکی نیولی

Image caption د جالوان د بښنې امر د المغرب پاچا وکړ، چې په لړ کې یې ټول هېواد کې مظاهرې وشوې.

اسپانوي پولیسو پر مغربي ماشومانو تېری کوونکی تورن نیولی. وړاندې د المغرب پاچا شپږم محمد هغه ته بښنه کړې وه، چې ټول هېواد کې یې پرضد خلکو لاریونونه وکړل.

د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت ویليو چې دانیال جالوان یې د اسپانیا سوېل ختيلځ مورتیا ښار کې نیولی دی.

جالوان المغرب کې د دغه هېواد پر ماشومانو د تېري په تور باید ۳۰ کاله بندي شوی وای، خو د المغرب پاچا بښنه ورته وکړه.

دانیال د ۴۸ نورو اسپانویانو د بښنې په درشل کې وبښل شو.

د هغه د بښنې لپاره د اسپانیا پاچا خوان کارلوس المغرب ته د وروستي سفر پرمهال د المغرب په سفر کې له شاهي دېوان غوښتنه کړې وه.

یوې قضايي سرچینې ویلي چې "جالوان به اسپانیا کې محاکمه شي، خو پرېکړه به قاضي کوي، چې ایا نوموړی اسپانوي زندانونو کې وساتل شي او که څنګه".

د المغرب د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې جالوان وروسته تر هغه ونیول شو، چې د المغرب یوې محکمې د هغه د نیولو امر وکړ.

د جالوان د بښنې امر د المغرب پاچا وکړ، چې په لړ کې یې ټول هېواد کې مظاهرې وشوې.

دانیال پر څلورو او پنځلسو کلنو المغربي ماشومانو په تېري تورن شدی.

د المغرب پاچا وویل، دی د دانیال د بښلو پرمهال د هغه له ناشولته جرمونو نه وو خبر، خو که چېرې هغه مجرم وپېژندل شي، پر وړاندې به یې سخت ګامونه واخلي.

د المغرب د عدلیې وزیر ویلي، چې هېواد یې د سې شنبې په ورځ اسپانیا ته دوه جګپوړي چارواکي د دې موضوع د لاروښانولو لپاره استولي دي.