امریکايي سفارتونه به د اګست تر ۱۰ تړلي وي

بحرین کې د امریکا سفارت
Image caption په دوبۍ، عمان، قاهرې، ریاض، جده، دوحه، کویت، منامه، مسقط، صنعا او طرابلس کې به د امریکا سفارتونه او کونسلګرۍ تر راتلونکې شنبې پورې تړلي وي.

امریکا وړمه ورځ خپل ۲۱ سفارتونه او کونسلګرۍ بندې کړې، خو پرون په کابل، بغداد او الجزایر کې د امریکا سفارتونه بېرته پرانیستل شول.

په دوبۍ، عمان، قاهرې، ریاض، جده، دوحه، کویت، منامه، مسقط، صنعا او طرابلس کې به د امریکا سفارتونه او کونسلګرۍ تر راتلونکې شنبې پورې تړلي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د سفاراتونو او کونسلګریو د بند ساتلو وخت یې نوي ترهګر ګواښ ته په غبرګون کې نه دی غځولی، بلکې دا کار یې د احتیاط لپاره کړی.

دغه راز برتانیا هم ویلي چې په یمن کې به یې بند شوی سفارت د راتلونکې پنجشنبې پورې بند وي. تر دې مخکې د بریانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې په یمن کې به د دوی سفارت تر نن سې شنبې پورې تړلی وي.

که څه هم د ترهګرو ګواښونو په اړه جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال ډیویډ والیس وايي د امریکا د کانګرس هغه غړي چې د ترهګرو ګواښونو په اړه ورسره استخباراتي معلومات شریک شوي له دې خبرې سره موافق برېښي چې دا په وروستیو کلونو کې یو له جدي ګواښونو دی.

ټول یو لوی برید ته اشاره کوي چې احتمالاً د روژې میاشتې تر پایه به ترسره شي.

په یمن کې د القاعده د چارو یو کارپوه سعید وايي القاعده د دې هېوادونو له امنیتي اقداماتو سره بلدتیا لري ښايي برید په څو ورځو کې نه بلکې یوه اوونې وروسته وکړي:

یوه اونۍ وروسته برید

''دا روښانه ده چې ناڅرګندتیا شته، که سفارتونه د یوه یا دوو نورو ورځو لپاره بند هم پاتي شي القاعده ښايي یوه اونۍ وروسته برید وکړي. القاعده په دغو هېوادونو کې د امنیتي اقداماتو په هکله پوهېږي. کېدای شي چې هغو معلوماتو ته په کتو چې امریکايي او اروپايي هېوادونو د بریدونو په اړه ترلاسه کړي وي القاعده هم خپل تکتیک بدل کړي''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د القاعده په ملاتړ د ترهګر برید امکان په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې ډېر دی.

له همدې امله یې د تېرې جمعې په ورځ خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې د روانې اګست میاشتې تر پایه دې په نړیوالو سفرونو کې احتیاط وکړي.

ورته مطالب