عراق کې یولړ بمي چاودنو ۵۰ کسان وژلي

Image caption کارپوهان وايي، د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د توپیري چلند له کبله عراق کې بریدونه ډېر شوي.

عراقي چارواکي وايي پلازمېنه بغداد کې موټر بم چاودنو لسګونه کسان وژلي او تر سلو ډېر نور یې ژوبل کړي دي.

په دغو موټر بم چاودنو کې د بغداد بازارونه، سوداګریز ځایونه او واټونه په نښه شوي.

پولیس او طبي سرچینې وايي، د تېرې سې شنبې پر ماښام د بغداد شمال کې د خلکو د ګڼې ګوڼې او لمونځ کوونکو په منځ کې او دوې نورې بیا د بغداد په ختيځ او سوېل کې شوې دي.

خو د بغداد په منځ کې یوې چاودنې لږترلږه پنځه کسان وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

او یوه خرڅلاو ځای ته، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، یوې بلې چاودنې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

همداشان، بعقوبې ښار شمال کې هم یوه موټر بم برید لږترلږه لس کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي.

او د بغداد سوېل ختيځ ته له مرکزه ۳۰ کیلومتره لیرې النهروان سیمه کې یوه سوداګریزه کوڅه په نښه شوې ده.

د عراق د کورنیو چارو وزارت دا بریدونه د توکم پالنې لپاره لمن وهل بللي، خو وايي چې د بریدونو د مخنیوي لپاره یې له تېرې اونۍ راهیسې پلازمېنه کې ګڼ پولیس ځای پرځای کړي دي.

په زیاترو سني مېشتو سیمو کې بیا لاریونونه شوي، او حکومت یې تورن کړی، چې سنیان یې ګوښه کړي او ټول واک یې شیعه ګانو ته ورکړی دی.

سږ کال عراق کې د تېرو پنځو کلونو پرمهال تر ټولو ډېر خونړي بریدونه شوي دي.

ورته مطالب