د ملاريا واکسين په کلينيکي ازموينو کې لومړۍ مثبتې نښې ښوولې

Image caption په نوی واکسين کې ژوندی خو کمزوری پرازيټ کارول شوی دی

پوې څېړنې په ډاګه کړې چې د ملاريا واکسين د کلينيکي ازموينو لومړي پړاو کې مثبتې پايلې ښوولې دي.

څېړونکو موندلې دغه واکسين چې په امريکا کې پرمختګ ورکړل شوی، د ۱۵ ناروغانو له منځه يې چې کله په ډېره اندازه ورکړل شوي، ۱۲ يې له ناروغۍ ساتلي دي.

دغه چاره ناعادي ځکه ده چې د ملاريا پېښوونکې ژوندي خو کمزوري پرازيټ په کې دفاعي نظام پيلولو لپاره ناروغانو ته پيچکاري کېږي.

دغه څېړنه په ساينس جورنال کې خپره شوې ده.

د څېړنۍمخکښ ليکوال ډاکټر رابرټ سېدر، چې په مريلنډ کې د روغتيا ملي انسټيټيوټ د واکسين څېړنې مرکز غړی دی، ويلي: "د دغو پايلو سره تلوسي او خوشاله شوي يوو، خو مهمه ده چې بيا يې وکړو، پراخه يې کړو او په ډېر شمېر کې يې وکړو."

ډېرې چيچنې

دا له څو له لسيزو راهيسې معلومه وه چې له مياسو سره تماس چې درملنه يې په وړانګو وشي، د ملاريا پر وړاندې ناروغ خوندي ساتلی شي.

خو څېړونو ښوولې دا د وخت په تېردو د مياسو له ۱۰۰۰ چيچونو اخيستل کېږي، چې د لوړې کچې دفاعي نظام جوړ کړی شي، خو د پراخې کچې ساتنې چاره يې ناعملي کړې وه.

د دې پر ځای بيا د امريکا يو بيوټيک يا د ژوند ټکنولوژۍ شرکت چې ساناريا نومېږي، په لاربراتوار کې يې لويې شوې مياسې واخيستې، وړانګې يې ورکړې او بيا يې ترې د ملاريا پېښوونکی پرازيټ واخيست، چې دا ټولې چارې په تعقيم شويو شرايطو کې شوې دي.

دا ژوندي خو کمزوري شوي پرازيټ بيا شمېرل کېږي او په بوتلونو کې ساتل کېږي، چې بيا کېدی شي د ناروغانو ويني بهير ته ورپيچکاري شي.

څېړونکو د لومړي پړاو دغې کلينيکي ازموينې ترسره کولو لپاره د ۵۷ تنه داوطلبانو يا خپلې خوښې خلکو کتنه کړې، چې يوه يې هم مخکې ملاريا نه درلوده.

د دوی ۴۰ تنو ته يې د بېلابېلو کچو دغه واکسين ورکړی شو، په داسې حال کې چې ۱۷ تنو ته يې نه ورکړی شو.

Image caption ملاريا هر کال شاوخوا ۶۰۰ زره خلک وژني او څه د پاسه ۲۰۰ مليونه په ناروغۍ اخته کوي

دوی بيا د ملاريا وړونکو مياسو سره مخامخ کړی شول.

څېړونکو وموندله ۴۰ هغو ناروغانو چې واکسين نه و ورکړی شوی، او ۱۷ هغوی چې د کمې کچې واکسين ورکړی شوی و، نژدې ټول يې په ملاريا اخته شول.

خو کم شمېر چې لوړه کچه واکسين ورکړی شوی و، له ۱۵ يې يوازې ۳ تنه له ملاريا سره مخامخ کېدو وررسته په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

اوسمهال په کلينيکي ازموينو کې د ملاريا واکسين شاوخوا ۲۰ کانډيډې بڼې دي.

تر ټولو پرمختللی يې (RTS,S/AS01) نومېږي چې د ګلاکسو سمېت کلاين درمل جوړولو شرکت له لوري پرمختګ ورکړی شوی، او په افريقا کې د ۱۵ زره ماشومانو درملنې کلينيکې ازموينې په درېيم پړاو کې دی.

د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرو له مخې په ۲۰۱۰ کال کې د ملاريا ۲۱۹ مليون پېښې او ۶۶۰ زره مړينې اټکل شوې وې.

ورته مطالب