يمن: د بې بيلوټه الوتکو تازه بريدونو کې "اورپکي" وژل شوي

Image caption يمن کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې ملکي مرګژوبلې د خلکو غوسه پارولې ده

په يمن کې سيمه ييزو چارواکيو ويلي د بی پيلوټه الوتکو دريو بريدونو کې چې ګومان کېږی امريکا ترسره کړي وي، د القاعدې لږترلږه ۱۴ تنه شکمن اورپکي وژل شوي دي.

په يمن کې د داسې بريدونو شمېر د تېرې يوې مياشتې اوږدو کې په چټکه زيات شوی دی.

تازه بريد يوه ورځ وروسته له هغه راځي چې يمني چارواکيو ويلي وو د القاعدې يو ستره توطيه يې شنډه کړې چې غوښتل يې د تېلو نلليکو او بندرونو پر وړاندې په کې بریدونه وکړي.

يمن د القاعدې څانګې ځواکمنه زانګو بلل کېږي، او واشنګټن وايي د لوېديځ لپاره په تر ټولو خطرناک ځای بدل شوی دی.

يمنی چارواکيو له بي بي سي سره خبرو کې منلې چې د پنجشنبې ماښام تازه بريد کې د امريکا بي پيلوته الوتکې د دغه هېواد په جنوب حضرموت کې د القاعدې شبکې شکمنو جنګياليو يوه ډله په نښه کړې، او د دغه ولايت په وادی الجد کې يې ٤ کسان وژلي دي.

امنيتي چارواکي وايي له دې مخکې د ورځې مهال په مارب او حضر موت ولايتونو کې دوو بريدونو ۱۰ تنه شکمن اورپکي وژلي وو.

د چارشنبې پر ورځ ۷ تنه نور د بې پيلوټه الوتکې بريد کې وژل شوي وو.

د پنجشنبې بريد يمن کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې درېيم ګوزار دى چې د وژل شويو کسانو شمېر ورسره اوس ١٤ ته رسېدلى دى.

په داسې حال کې چې امريکا په بې پيلوټه الوتکو سره په يمن کې د اورپکيو په نښه کولو خبره منلې، خو په ښکاره يې پر خپله تګلاره يا بريدونو څه تبصره نه ده کړې.

د خبری رسنيو د خبرونو له مخې د جولای له ۲۸ مې راهيسې په يمن کې د يو لړ دغسې بريدونو پر مهال شاوخوا ۳۰ تنه شکمن اورپکي وژل شوي دي.

ورته مطالب