بلوچستان کې وسله والو ۹ کسه په ډزو وژلي دي

بلوچستان
Image caption په جومات کې د پيپلز ګوند پخوانی ايالتي وزير هم و، خو هغه ته زيان نه دی رسېدلی

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې د وسله والو په ډزو کې ۹ کسه وژل شوي دي.

په کوټه کې د بي بي سي خبريال وايي وسله والو د فاروقيه په جومات هغه مهال ډزې پيل کړې، چې خلک د اختر د لمانځه له اداء کولو وروسته، له جوماته راوتل.

د ډزو په پايله کې ۱۵ کسه نور ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په جومات کې د پيپلز د خلکو ګوند پخوانی ایالتي وزير علي مدد جتک هم و، خو په دغه بريد کې ورته زيان نه دی رسېدلی.

له بريد وروسته پوليسو د پېښې سيمه کلابنده کړې او د بریدګرو د موندلو هڅې يې پيل کړي دي.

د بلوچستان امنيتي ځواکونو په دغه سيمه کې څلور کسه د بريد په تړاو نيولي دي.

د ځايي پوليسو وياند وايي، ظاهرآ داسې بريښي چې دغه ډزې د دو ډلو ترمنځ د شخصي تربګنيو پايله ده.

تر اوسه د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

تېره ورځ په کوټه کې د جنازې په مراسمو کې يوه ځانمرګي بريد د لوړپوړو ځايي پوليسو په ګډون ۳۰ کسه ووژل.

د پاکستان د طالبانو تحريک د دغه بريد مسووليت ومانه.

د تاوتريخوالي پېښې

په دې مياشت کې د بلوچستان د مستونګ په ښار کې د ښځو د سودا اخيستو په يوه مارکېټ کې چاودنې يو ماشوم وواژه او له اتو زياتې ښځې يې ټپیانې کړې.

د اګست په شپږمه د بلوچستان د بولان په سيمه کې له کوټې پنجاب ته تلونکي ۱۳ مسافر له تښتول کېدو وروسته وسله والو په ډزو ووژل.

په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې د امنيت وضعيت خراب دی او په ښارونو کې د تاوتريخوالي زياتې پېښې شوي، چې له امله يې ولسي وګړي، امنيتي ځواکونه او زده کوونکي وژل شوي دي.

په دغه ايالت کې هزاره وګړي هم ډېر کله په نښه کېږي.

د روان ميلادي کال په لومړيو کې د سنوکر کلب دننه يوه ځانمرګي او بهر ولاړ موټر کې چاودنې لږترلږه ۸۴ کسه ووژل.

لومړي وزير نواز شريف د دندې له ترلاسه کولو وروسته کوټې ته په خپل لومړي سفر کې ويلي و، چې د هېواد استخباراتي ادارې به د بلوچستان له والي او مشر وزير سره د مجرمینو په نيولو کې مرسته وکړي.

ورته مطالب