څېړنه: له انسان وروسته دولفين ښه ياد لري

Image caption مخکې داسې فکر کېده چې له انسان وروسته فيل د تړلو اوږده يادښت لرونکی حيوان دی

ساينسپوهان وايي له انسانانو وروسته دولفین هغه حیوان دی چې تر ډېرې مودې کولی شی يو څه په ذهن کې وساتي.

تر دې وړاندې داسې فکر کېده چې له انسان وروسته فيل د تړلو اوږده يادښت لرونکی حيوان دی.

په امريکا کې پلټونکي وايي داسې دولفینونه شته چې شل کاله وروسته هم د پخوانيو ملګرو پېژندنه کولی شي.

په دغه تحقيق کې ساينسپوهانو د ۵۶ دولفينونو د خپلمنځي اړيکو په اړه مالومات ترلاسه کړي او هغه يې څېړلي دي.

پلټونکو تر اوبو لاندې په نصب شويو لاوډسپيکرونو کې د هغو دولفينونو د شپېلاقونو اوازونه خپاره کړي، چې له دوی سره په تېر کې يو ځای اوسېدلي و او بيا يې د هغوی غبرګون ازمويلی دی.

په دغه تحقیق کې د شيکاګو پوهنتون ډاکټر جيسن برک وایي، کله چې دغه دولفينونه ناپېژندل شوي غږونه اوري، نو دوی يې د پېژندلو لپاره تر ځنډه د لاوډسپيکر په خوا کې وي.

ښاغلي برک زياته کړه: "دوی له لاوډسپيکر سره خپله اړيکه نيسي او که زه داسې کوم غږ خپور کړم چې هغه پېژندل شوی وي، نو دوی خيال پرې نه راوړي".

ايلې او بيلې

ډاکټر برک د دوو دولفينونو 'ايلې' او 'بيلې' په اړه وايي دوی دواړه هغه مهال چې نوي پيدا شوي وو، په فلوريدا کې يو ځای و.

بيلې اوس په برمودا کې اوسېږي او کله چې د ايلي اواز ورته وغږول شي، نو سملاسي غبرګون ښيي، په داسې حال کې چې ده دغه اواز شل کاله او شپږ مياشتې مخکې اورېدلی دی.

پلټونکي وايي د تېر په توپير د دولفين د ياد ځواک د دې اشاره ورکوي، چې د سمندري ژوو ذهني پېچلتيا هم د انسان، شمپانزی او فيل په څېر ده.

تر دې له وړاندو پلټنو نه داسې څرګندېده چې د فيلانو يادښت تر شلو کلونو پورې دی، خو له خپلې کورنۍ بهر د فیلانو د يادښتونو په اړه ډېر لږ شواهد ترلاسه شوي.

خو دولفينونه نه صرف خپله کورنۍ، بلکې پردي هم په ياد لري.

تېر کال د ساينسپوهانو په تر ټولو ستر کانفرانس کې وړانديز وشو چې د سمندری مخلوق دولفين او وهيل 'غير انساني شخصيت' ومني او د دوی ژوند او ازادي بايد خوندي کړای شي.

ورته مطالب