د هند نژدې ۲۰۰ ژبې له منځه تللې

Image caption هند کې داسې ژبې هم شته چې اوس له منځه تللې، لکه (بو)، (انکاري) او (کوهاټي).

په هند کې د یو شمېر څېړنیزو ادارو له خوا تر شوې یوه وروستۍ څېړنه ښیي چې په دې هېواد کې تر ۲۰۰ ډېرې داسې ژبې دي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې له منځه تللې.

د هند د ولسي ژبو دغه سروې څرګندوي چې دغه ورکې شوې ژبې د هغو وګړو له خوا ویل کېدې چې کوچیانی ژوند یې کاوه، او یا سمندر ته نژدې سیمو کې اوسېدل.

په سویلي اسیا کې د بي بي سي خبریال انبارسن اتراجن په خپل راپور کې وایي چې د نوموړي سروې له مخې دا وخت په هند کې له اتو سوو ډېرې ژبې ویل کېـږي.

خو داسې ژبې هم شته چې اوس له منځه تللي دي، د بېلګې په توګه (بو)، (انکاري) او (کوهاټي).

د دغو ژبو د ورکېدو سببونه ښایي بېلابېل وي. د سمندر پر غاړه اباد خلک اوس نورو سیمو ته کوچېدلي دي. د کوچیانو د ژوند بڼه هم اوس بدله شوې ده.

بله ستونزه دا وه چې ډېری ورکې شوې ژبې هېڅکله په رسمیت ونه پېژندل شوې.

یو بل دلیل یې ښایي هغه قانون وي چې په ۱۸۷۱ کال کې د برتانوي امپراتورۍ په وخت کې منل شوی و.

د دغه قانون له مخې، په هند کې د ځینو قبیلو سره تړلو وګړیو ته د مجرمانو په سترګو کتل کېدل.

ورته مطالب