اوباما پوتین ته د "ناغیړه ماشوم" خطاب کړی

اوباما او پوتین
Image caption اوباما ویلي چې هېواد یې "د روسیې د دریځ په اړه له سره کتنه کوي".

مسکو کې د اوباما او پوتین ترمنځ د خبرو تر لغوه کېدو وروسته، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې له پوتین سره یې اړیکي ترینګلې نه دي.

خو نوموړي ویلي، "کله-کله پوتین په ټولګي کې د هغه ماشوم په څېر ځان ښيي، چې له نورو زده کوونکو ګوښه والی غوره بولي".

که څه هم بارک اوباما له مسکو سره د خپل هېواد د اړیکو د ترینګلتیا خبره ردوي، خو ښکاري چې په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

تېره اونۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ډېر ترینګلي شول، چې مسکو د امریکا د څارګرې ادارې مخکني مامور او تورن اډوارډ سنوډن ته لنډمهالې پناه ورکړه.

ژبه نه، بدن

تر دې پېښې وروسته بارک اوباما مسکو کې راتلونکې میاشت رسمي لیده کاته لغوه کړل.

اوباما ویلي "پوهېږم چې رسنۍ د سړي ژبې ته نه، بلکې وجود ته ګوري، همدا ده چې پوتین ته په داسې سترګه کتل کېږي، لکه د ټولګي اخر کې چې کوم ماشوم له نورو ګوښی ناست وي. خو حقیقت دا دی کله چې موږ خبرې پیلوو، نو ارومرو به نتیجه ورکوي".

سپینه ماڼۍ وايي، اوباما ځکه د مسکو له سرمشریزې په شا شول، چې روسي چارواکو د امریکا مطلوب کس سنوډن ته پناه ورکړه.

په وروستیو کې د سوریې د کړکېچ پرسر د اختلاف، بشري حقونو او یو لړ نورو شکایتونو او مسایلو له کبله د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

که څه هم روسیې د اوباما دغو تازه څرګندونو ته کوم چټک غبرګون نه دی ښودلی، خو مسکو کې روسي او امریکايي دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو خبریالانو ته د ولسمشرانو ترمنځ خبرې او مخامخ لیده کاته مثبت ارزولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي چې "موږ د سړې جګړې نیت نه لرو، تر دې ور هاخوا ښه او ټینګ اړیکي لرو، د اډوارډ سنوډن مساله به زموږ پر خبرو هېڅ اغېز ونه کړي".

اوباما ویلي چې هېواد یې "د روسیې د دریځ په اړه له سره کتنه کوي".

ورته مطالب