کولمبو کې بودایانو پر یوه جومات برید کړی

کولمبو
Image caption پرجومات د بودایانو تر برید وروسته امنیتي ځواکونو ترینګلی وضعیت قابو کړ.

د سريلانکا د پلازمېنې کولمبو په گراند پاس سيمه کې گرځبنديز وروسته له هغه اعلان شو چې د یوې ډلې بودايانو له لوري پر يوۀ جومات له شوي بريد سره په سیمه کې فرقه ييزه ترينگلتيا بيا را ژوندۍ شوه.

پر جومات له بريد وروسته، په سيمه کې د بودايانو او مسلمانانو تر منځ نښتې وشوې.

پوليس وايي په دغو نښتو کې د دوو پوليسو په گډون چې د جومات ساتنه يې کوله پنځه کسان ټپيان شوي دي.

گڼو کورونو ته هم زيان اوښتى، د پوليسو وياند بي بي سي ته وويل د کوماندو ځانگړو ځواکونو او پوليس په دې وتوانېدل چې حالات قابو کړي.

يوۀ سيمه ييز مسلمان وويل پرون ماښام هغه مهال چې دوى په لمانځه ولاړ وو يوې ډلې په جومات کې ډبرې وغورځولې.

تېره مياشت د بودايي راهبانو يا سادوانو ېوې ډلې د دغه جومات پرضد احتجاج کړى و او په يوۀ بل ځاى کې يې د جوړېدو غوښتنه کوله.

بودايان په دې سلا شوي و چې مسلمانان پرېږدي د روژې تر پايه په دغه جومات کې خپل عبادت ته دوام ورکړي.

خو سميه ييز مسلمانان وايي د سريلانکا د مذهبي چارو وزارت دوى ته دا اجازه ورکړې چې په دغه جومات کې خپل عبادت جاري وساتي او پر جومات د شوني بريد د گواښ له امله يې د امنيت د ساتلو لپاره په ځانگړي توگه دوى ته پوليس هم ورکړي و.

پر جومات بريد يوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د سرېلانکا مسلمانو اختر ولمانځه.

په سريلانکا کې د تېر کال په اوړدو کې د بودايي راهبانو له لوري پر جوماتونو او کليسا گانو د يو لړ بريدونو رپوټونو خپاره شوي چې په دغه هېواد کې د فرقه ييزې ترنگلتيا د راټوکېدو لامل شوى.

د تاوتریخوالي ډېرېدل

تېره کال سریلانکا کې مذهبي ترینګلتیا ډېره شوې وه، داسې چې یوې سخت دریځې بودايي ډلې پر جوماوتنو او د مسلمانانو پر خرڅلاو ځایونو بریدونه وکړل.

سخت دریځي بودایانو مسلمانان او مسیحیان په سخت دریځۍ خپرولو تورنوي، او ادعا کوي، چې مسلمانان او عیسویان پر بودایانو فشار راوړي، چې مسلمانان یا عیسویان شي.

خبریالان وايي، مسلمانان او عیسویان دا ډول بریدونه کوي، خو مسلمانان وايي، چې بودایان یې ارام ژوند او عبادت ته نه پرېږدي.

بودایان د سریلانکار له ټول ټال ۲۰ میلیون وګړو درې پر څلور برخې جوړوي.

ورته مطالب