بغداد کې ځانمرګو بریدونو لسګونه کسان وژلي

عراق
Image caption تېره روژه میاشت کې عراق کې ۶۷۰ کسان ووژل شول.

د عراق پلازمېنه بغداد کې ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۹۱ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

دغه بریدونه تر ډېره په شیعه مېشتو سیمو کې د کمکي اختر د خوښیو مراسمو پرمهال شوي دي.

عراقي امنیتي او طبي سرچینې وايي، بریدونو کې د چای څښلو ځایونه، بازارونه او د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک رستورانتونه په نښه شوي.

د بغداد شمال طوز خرماتو کې یوه بم لږترلږه لس کسان وژلي.

بل خوا په یوه سوداګریز بازار او واټ کې بل برید ۱۲ کسان وژلي، چې ټول وژل شوي د اختر د خوښۍ لپاره راغونډ شوي وو.

رپوټونه وايي، چې سږ کال روژې میاشتې پرمهال عراق د خونړیو بریدونو شاهد و، چې لږترلږه ۶۷۰ کسان په کې ووژل شول.

د امریکا غندنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عراق تازه بریدونه غندلي او دا کار یې د "اسلام د دښمنانو کړنه" بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه د بې زړه خلکو کار بلل شوی دی.

د دغه وزارت یوې ویاندې جنیفر بساکي ویلي چې "ترهګرو او د اسلام دښمنانو دا کار کړی، دوی د امریکا، عراق او نړیوالې ټولنې دښمنان دي".

بساکي د هغه چا لپاره د شل میلیون ډالرو انعام ورکولو اعلان هم کړی، چې عراق کې د القاعدې شبکې د مشر ابو بکر البغدادي د څرګ لګولو، نیولو یا وژلو په اړه معلومات ورکړي.

ورته مطالب