''د روحاني کابینه کې اهل سنت ځای نه لري''

مولوي عبدالحمید
Image caption مولوي عبدالحمید وايي، ان د اصلاحاتو پرمهال هم مخکنیو کابینو کې یو سني وزیر هم ونه منل شو.

د ایران زاهدان د جومات ملا امام ویلي چې د نوي ولسمشر حسن روحاني کابینه کې اهل سنت ته هېڅ پام او ځای نه دی ورکړل شوی.

مولوي عبدالحمید ویلي، چې پارلمان ته د حسن روحاني له خوا د کابینې د غړو استول شوي لست کې اهل سنت ته هېڅ پام نه دی شوی.

نوموړی وايي، چې د حسن روحاني نژدې کسانو ده ته ویلي چې پارلمان کابینه کې د سني وزیر له ټاکل کېدو سره مخالف دی.

د زاهدان د جامع جومات دغه ملا امام دا هم ویلي چې د حسن روحاني په راتګ سره اهل سنت هیله من و، چې حکومت کې به خپل حق ورکړل شوي څو داسې ونه شول.

مولوي عبدالحمید د کمکي اختر د لمانځه د خطبې پرمهال وویل چې سنیانو کې ډېر داسې پیاوړي او وړ کسان شته، چې د روحاني کابینه کې وزارت مخته یوړی شي:

"که څه هم زموږ ډېرې هڅې کړې او پارلمان کې مو له غړو وغوښتل، چې لږترلږه دوه اهل سنت وزیران دې د کابینې لپاره معرفي شي، خو د ښاغلي روحاني نژدې کسانو هغوی ته ویلي چې پارلمان کابینه کې د سني وزیر له معرفي کېدو سره مخالف دی".

مولوي عبدالحمید دا هم ویلي چې: "که څه هم مخکې د ایران ولس حسن روحاني بشپړ نه پېژانده، خو خلکو یې د نظر او افکارو لپاره هغه ته رایه ورکړه، او خلک تمه لري، چې نوموړی پر خپلو ژمنو ودرېږي".

مولوي عبدالحمید وايي، ان د اصلاحاتو پرمهال هم مخکنیو کابینو کې یو سني وزیر هم ونه منل شو.

ایران کې اهل سنت له تېرو حکومتونو هم شکایت کاوه، چې له دوی سره د مور او میرې چلند کېږي، حقونه یې نه ورکول کېږي او ان د خپل مذهب پر بنسټ د خپلې طریقې عبادت ته نه پرېښودل کېږي.

ورته مطالب