د مافیايي کړیو د ماتولو نوې هڅه

Image caption په ایټالیا کې د مافیايي شبکو غړي اکثره سره خپلوان دي خو دوی نور ماشومان هم خپلو ډلو ته راولي.

ایټالوي چارواکي د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د مافيايي کورنيو کوچنيان له خپلوانو او کورنيو بيلوي او هغوی ته نوى پالنه او روزنه ورکوي.

له دې کار نه هدف دا دی چې د نورو خلکو له ځورولو، د پولیسو موټرو ته د زيان رسولو او ډېرو نورو ناوړه چارو څخه یې وګرځوي.

په ايټاليا کې د مافيايي شبکو ډېری غړي سره خپلوان دي ځکه نو امنیتي ادارې د دوى په ماتولو کې پاتي راځي.

له دغو مافيايي کړیو يوه هم د اينډراگيتا په نامه يادېږي چې وايي ٦ زره غړي لري او مرکز ېې د هېواد په سویل کې دى.

هغه قاضي چې غواړي د مافیا د مشرانو بچیانو ته له مافیايي نړۍ نه پرته د ژوند نورې لارې چارې وښايي روبرټ ډي بیلا نومېږي.

محکمه اوس مهال هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۵ کلونو ترمنځ وي او له مشهورې مافیایي کورنۍ سره تړاو لري ډېر پام کوي.

تر اوسه ۱۵ داسې ماشومان چې اکثره یې هلکان دي له خپلو خپلوانو او کورنیو بیل کړای شوي دي او د پالنې په کورونو کې ساتل کېږي.

ښاغلی ډي بیلا وايي هره قضیه له محکمې پیلېږي او پر دغو ماشومانو د نورو د ځورولو، د خلکو او پولیسو موټرو ته د زیان رسولو تورونه وي او خپلې کورنۍ یې له دغو کړنو نه ګرځوي.

قاضي وایي په دې هکله پریکړه کول ګران وي خو کله کله محکمه بله لاره نه لري.

مافیايي خپلوان

په ایټالیا کې د مافیايي شبکو غړي اکثره سره خپلوان دي.

د مافیا د مشرانو لومړني بچیان د خپل پلار ځای نیسي.

د دوی لوڼې کله کله د نورو ډلو د مشرانو له زامنو سره واده کوي او په دې ډول دوی له مافیايي ډلو سره یوځای شي او امنیتي ادارو ته ګرانه شي چې دا کړۍ ماتې کړي.

يوه له دغو مافیایي کړیو د اینډراګیتا په نامه یادېږي.

د دې ډلې اډه د ایټالیا په سویل کې ده چې شاوخوا ۶۰۰۰ غړي لري.

دغه ډله په ۱۸۶۰م کال کې جوړه شوې ده.

دا ډله د نورو ډلو لکه کامورا یا کوسا نوسټرا په پرتله لږ شهرت لري خو په سیمه کې ډېره پیاوړې ده.

د نړۍ په کچه د دې ډلي ریښې تر ارجنټاین، کاناډا، استرالیا او کولمبیا پورې غزېدلې دي.

دا ډله په اروپا کې په پراخه پیمان د کوکاینو قاچاق کوي.

نور ماشومان

اینډراګیتا د خپلو کورنیو له غړو پرته نور ماشومان هم خپلې ډلې ته راولي.

دوی لومړی په لارو او کوڅو کې د غښتلو او زړه ورو ماشومانو په لټه کې وي.

بیا یې تر څار لاندې نیسي څو باوري شي چې دوی ته د اعتبار وړ دی کنه.

وروسته یې خپل مشر ته وړاندې کوي، هر څوک چې دا کار کوي هغه بیا د ماشوم مسوولیت اخلي.

ماشوم ته داسې ښايي چې د دوی ډله یوازې له ځانګړو او معتبرو خلکو جوړه ده.

د نویو غړو راوستلو ته مراسم هم نیول کېږي.

نوي غړي باید لُوړه وکړي.

په لُوړې کې غړي خپلې ګوتې ویني کوي او د دې ډلې د یوه پخواني مشر پر تصویر خپلې وینې تویوي.

بیا هغه تصویر ته اور اچوي او تر هغه چې سوځي په لاس کې یې نیولي وي او وایي: زه ژمنه کوم چې دې ډلې ته به وفاداره یم او که مې د تېرایستلو هڅه وکړه نو د دغه تصویر په څیر به سوځېږم.

ورته مطالب