فرانسوی پوځي پر "جومات د برید" په تور نیول شوی

Image caption فرانسه کې د ښي اړخو سخت دریځو فعالیتونه ډېر شوي دي.

فرانسوي چارواکو لیون ښار ته څېرمه یوه پوځي اډه کې یو پوځي پر یوه جومات د برید په تور نیولی دی.

دغه ۲۳ کلن پوځي لیون ښار ته څېرمه په یوه هوايي اډه کې دنده لرله.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه پوځي مخکې هم پر یوه جومات برید کړی او ‎"ښي اړخو سخت دریځو ته ورته " نظر لري.

د ویلو ده چې فرانسه کې سخت دریځي ډېر شوي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پر سخت دریځو به زړه سوی ونه کړي.

دغه وزارت د نیول شوي کس ځای او وخت نه دی په ډاګه کړی.

د وزارت یوه ویناپاڼه کې ویل شوي چې د کورنیو استخباراتو مرکزي ادارې له دغه شکمن پوښتنې ګروېږنې پیل کړې او د وسلې لرلو او یوه ترهګریز برید او یوه سپېڅلي ځای د ړنګونو تور یې پرې لګولی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د یوې قضايي سرچینې په حواله ویلي، نیول شوي منلې ده، چې تېر کال یې پر یوه جومات اور بلوونکی بم غورځولی دی.

د کورنیو چارو وزیر مانویل فالس ویلي چې "د سخت دریځو له لوري د هر راز ایډیالوژۍ او وژونکي تاوتریخوالي مخه باید چې په هر قیمت وي، ونیوله شي، او د فرانسې نوم بد نه شي".

د فرانسې حکومت هېواد کې د سخت دریځو کړنو له ستونزې سره مخامخ ده.

تېره میاشت حکومت پر درېیو ښي اړخو سخت دریځو ډلو (درېیمه لار، ملي قومي پاڅون او د خوب لېواله ټولنې) پر غړو بندیز ولګاوه.

ورته مطالب