پاپ فرانسیس مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې

پاپ فرانسیس
Image caption پاپ فرانسيس له خپلو اسلافو سره په توپير کې چې اوړى يې روم ته نژدې په یوه سيمه کې چې هوا يې لږه سړه ده.

د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس د روم د سېنټ پيټرز په ډگر کې د يکشنبې دورځې په مذهبي مراسمو کې په داسې حال کې مسلمانانو ته د روژې د ختمېدو په مناسبت مبارکي وويله چې زرگونه عيسوي زايرين سره غونډ شوي وو.

پاپ فرانسيس چې بې وزلو ته پاملرنه د خپلې دندې مهم شعار گرځولى د نړۍ مسلمانانو ته يې چې د روژې سپېڅلې مياشت يې پاى ته رسولې لاس وغځاوۀ.

پاپ وويل مسلمانان په دغه مياشت کې روژه نيسي، لمونځ کوي او بې وزلو ته خيرات ورکوي.

نوموړي له مسلمانانو او مسيحيانو نه په ټينگه وغوښته چې د دوه اړخيز درناوي د ډېرولو لپاره په گډه سره کار وکړي، په ځانگړې توگه د مومنانو نوي کهول ته د زده کړې او پوهاوي ورکولو له لارې.

لسگونه زره زايرين د دوبي په سوځوونکې گرمۍ کې د سېنټ پيټرز په ډگر کې د پاپ د دعا ترلاسه کولو لپاره سره غونډ شوي و.

پاپ فرانسيس له خپلو اسلافو سره په توپير کې چې اوړى يې روم ته نژدې په یوه سيمه کې چې هوا يې لږه سړه ده.

پاپ فرانسيس د واټيکان له مالي چارو او د ماشومانو په وړاندې د پادريانو ناوړه جنسي چلند سره د تړلو رسواييو له امله د واټيکان په اداري چارو کې د مهمو سمونونو راوستوتابيا لري.

ورته مطالب