عراق کې یوه ځانمرګي ګڼ کسان ووژل

Image caption د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په عراق کې د مذهبي تاوتریخوالي په ترڅ کې له څلورو زرو ډېر کسان وژل شوي او نيژدي ۱۰ زره نور ټپیان شوي دي.

یوه ځانمرګي برید کوونکي د عراق په مرکزي ښارګوټي بلاد کې لږ ترلږه ۱۳ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

ځانمرګی برید تېرماښام په یوه کافي کې وشو چیرته چې ګڼ خلک راټول شوي وو. د بلاد اکثره اوسیدونکي شیعیه ګان دي.

دغه راز چارواکي وايي د بغداد په شمال کې د فوټبال له یوه لوبغالي سره نیژدي په بم چادونه کې څلور کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

سږکال په عراق کې مذهبي تاوتریخوالی ډېر شوی چې ډېر ځله په کې په کافيګانو او مارکیټونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

په دې لړ کې د تېرې شنبې په ورځ په څو چادونو کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

له القاعده سره تړلې یوې سنیې ډلې د دغو چادونو د رامنځ ته کولو مسوولیت په غاړه واخیست.

د روژې میاشت

سږکال د روژې میاشت په عراق کې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت ځکه بلل شوې چې په اوږدو کې یې له ۶۷۰ ډېر عراقیان په بېلابیلو پیښو کې ووژل شول.

مذهبي تاوتریخوالی

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په عراق کې د مذهبي تاوتریخوالي په ترڅ کې له څلورو زرو ډېر کسان وژل شوي او نيژدي لس زره نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو وینا ده چې ډېری مرګ ژوبله په بغداد کې اوښتې ده.

ورته مطالب