يوروزون له سوړبازارۍ وتلی

Image caption يوروزون د ۲۰۱۱ کال له پای راهيسې په سوړبازارۍ کې و

يوروزون د بې ساري ۱۸ مياشتينۍ اقتصادي کمزورۍ له سوړبازارۍ راوتلی دی.

د دغې سيمې لروبر سوچه کورني توليد د ۲۰۱۳ کال دوهمه دری مياشتنۍ موده کې ۰،۳٪سلنه وده کړې چې له وړاندوينو لږ څه ډېره وه.

وروسته له هغه چې د اپرېل او جون ترمنځ د جرمني اقتصاد ۰،۷٪ سلنه لوړ شو، په پراخه د دغې ودې اټکل کېده.

خو ټولټال شمېره د هغو هېوادونو ترمنځ ګډه اقتصادي شتمني پوښي چې د ۱۷ هېوادونو يوروزون سيمه جوړوي.

جرمني اوفرانسې دواړو د اټکل شوې ودې پرتله ښې پايلې ښوولې، او په ترتيب سره يې اقتصاد ۰،۷٪ او ۰،۵٪ سلنه ښه شوی دی.

پورټګال چې د يوروزون تر ټولو کوچينی او کمزوری اقتصاد دی، په ۱،۱٪ سلنه تر ټولو ګړندۍ وده ښوولې ده.

دغه هېواد يو له هغو دريو و، چې له اقتصادي کړکېچه رغېدو لپاره يې څو مليارديز پور ترلاسه کړی و.

خنډونه

خو اسپانيا چې د خپل کړکېچن بانکي سکټور لپاره يې بهرني ملاتړ ته اړتيا درلوده، د ۲۰۱۳ کال دغې موده کې يې اقتصادي ښېرازي ۰،۱٪ سلنه لوېدلې ده.

د ايټالياو او هالنډ دواړو اقتصادي پايلې ۰،۲٪ سلنه لوېدلې دي.

د اروپايي ټولنې کمسيون مرستيال مشر اولي رن وويل دغه شمېرې ښيي چې اروپايي اقتصاد ګام په ګام خپل سېک ترلاسه کوي، خو زياته يې کړه چې د ځان خوښۍ لپاره ځای نه شته.

ده وويل "يو شمېر غړی هېوادونه لا تر اوسه د نه منلووړکچې بې کاره خلک لري، د اروپايي ټولنې لروبر د مهمو خو سختو اصلاحاتو پلي کولو بهير لا تر اوسه خپل لومړي پړاو کې دی. نو لا تر اوسه اوږده لار تر مخ پاتې ده".

خوځنده ځواک

دغه شمېرې د يوروزون ترشا د پراته ځواک په توګه د جرمني دريځ پخلی کوي.

دغه هېواد د روان کال لومړيو کې په ډېره کمه اندازه له سوړبازارۍ وتلی و، خو د ۲۰۱۳ کال په دوهمه دری مياشتنۍ موده کې يې سوچه کورنی توليد ځکه لړ شو، چې د پېرودونکو او سوداګرۍ دواړو له خوا يې غوښتنه زياته شوې وه.

د دغه هېواد اقتصاد کې د ښه والي نښې له فډرالي ټاکنو يوازې څو اوونۍ مخکې راڅرګندېږي چې د اټکل له مخې به درېيم ځل لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل په کې پر دنده پاتې شي.

د دې اقتصادي سلاکار مايکل فوش وويل جرمني د هغه "خوځنده ځواک" رول لوبونې ډېر فرصت لري، چې د اروپا اقتصادي ودې ته يې لار هواره کړې ده.

خو دی هم د يوروزون کړکېچنو هېوادونو د اقتصادي شمېرو په اړه خوښ و، او ويې ويل چې د اټکل پرتله يې ښې پايلې لرلې دي.

ورته مطالب