مصر بيړنی حالت اعلان کړی

د مصر ولسمشرۍ وروسته له هغه چې د احتجاجيانو پر غونډ ځايونو د امنيتي ځواکونو يرغل پر مهال لسګونه کسان ووژل شول، د بيړني حالت اعلان کړی دی.

د احتجاجونو دغو ځايونو کې د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلويان راغونډ شوي وو، چې د تېر جولای لومړيو کې د پوځ له لوری له دندې ګوښه کړی شو.

د مصر روغتيا وزارت ويلي د چارشنبې پېښو کې ۱۴۹ کسان وژل شوي دي.

خو اخوان المسلمين چې د دغو احتجاجونو تر شا وو، وايي په پېښو کې څه د پاسه ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

بېړنی حالت په ځايي وخت د چارشنبې له غرمې وروسته ۴:۰۰ بجو پيل شوی او يوه مياشت به روان وي.

د قاهرې په ګډون په ۱۱ ولايتونو کې ګرځبنديز هم لګېدلی، چې په ځايي وخت د ماښام له ۷:۰۰ بجو پيلېږي.

د مصر ولسمشرۍ اعلاميې ويلي دغه تدبير ځکه نيول شوی، چې "د هېواد امنيت او نظم د قصدي ورانکارۍ او پر عامو او خاصو ودانيو بريدونو او هم د توندلارو ډلو له لوري د وژنو له امله له خطر سره مخامخ و".

د مصر مرستيال ولسمشر محمد البرادعي د تاوتريخوالي پېښو پايله کې له منځمهالي حکومته د استعفا اعلان کړی دی.

ښاغلي البرادعي يوه اعلاميه کې چې رسنيو ته يې استولې ويلي: "زه د هغو پرېکړو مسئوليتونه پر غاړه نه شم اخيستی چې ورسره موافق نه يم، او له پايلو یې وېره لرم. زه د يوه څاڅکي وينې مسئوليت نه شم اخيستی".

ده ويلي د راغونډو شويو خلکو لرې کولو لپاره نورې لارې چارې هم وې، خو زياته کړ يې ده "هغوی چې له ننيو پېښو ګټه اخلي د تاوتريخوالي او ترهګرۍ بلونکي او سختې توندلارې ډلې دي".

د وينې تويونې پېښې

د چارشنبې له سهار سپېده داغ لږ څه وروسته پوځي بلډوزرونه د قاهرې ختيځ رابعه العدويه جومات بهر د احتجاجيانو پنډغالي سيمې پر لور وړاندې ننوتل.

چارواکي وايي له قاهرې پوهنتون سره څېرمه د النهضة ميدان/ډګر له احتجاجيانو پاک شوی دی.

خبريالانو د نښتو ځايونو داسې انځورونه کړې چې پر ډګر جوړو شويو رغتونونو کې د مړو تر څنګ د ټپيانو درملنه کېږي.

راپورونه وايي چې د اخوان المسلمين مخور مشر محمد البلتاجي ۱۷ کلنه لور هم نښتو کې مړه شوې ده. د اسماء البلتاجي ورور ويلي چې خور يې پر شا او سينه ويشتل شوې ده.

د ګلف نيوز خبرياله حبيبه احمد عبد العزيز او د سکای نيوز کامره من مېک ډين هم وژل شوي دي.

سپينې ماڼۍ د وينې تويونې دغه پېښې غندلې او ويلي يې دي "تاوتريخوالی په مخامخ ډول د هغو ژمنو پر ضد روان دی چې منځمهالي حکومت يې د روغې جوړې راکتلو کې کړې وې".

د ملګريو ملتونو سرمنشي بانکيمون ټول مصريان هڅولي "چې خپلې هلې ځلې د ريښتينې روغې جوړې پر ټينګښت راغونډې کړي."

پراخ تاوتريخوالی

د ورځې اوږدو کې د قاهرې نورو برخو کې هم د تاوتریخوالو خبرونه ورکړل شوي دي.

حکومتي خبري رسنۍ ویلي چې د قاهرې زړه کې پر درو کلیساګانو بریدونه شوي دي.

  • امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې اسیوط او مینیه ښارونو کې د امنیتي کسانو او د مرسي د ملاتړ ترمنځ نښته شوې.
  • د مرسي پلویانو شمالي اسکندریه ښار کې سړکونه بند کړي.
  • ویل کېږي، چې سلګونه کسان د سوېلي اسوان د والي دفتر مخې ته راغونډ شوي.

یوې سرچینې ویلي، د رابعه العدویه میدان او د لاریون کوونکو کمپ ته په ننوتلو سره نښته کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي.

خو اخوان المسلمین وايي، چې امنیتي کسانو د دوی تر ۱۰۰ ډېر ملاتړي په ډزو وژلي دي.

امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو اوښلن غاز کارولی او الوتکې د رابعه العدویه پر اسمان تاوېږي.

لاریون کوونکو د محمد مرسي په ملاتړ مظاهرې کړې، چې د تېر جولای پر درېیمه د پوځي کودتا پایله کې لیرې او لاهم په بند کې دی.

د کورنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې ''د مظاهره کوونکو پروړاندې اړین ګامونه پورته کړي، او هغوی پرانیستل شوې لارې ته اړباسي، له زوره کار وانخلي، خو هغه کسان په زور هم وباسي، چې د څارنوالۍ مطلوب کسان دي''.

امنیتي ځواکونه کمپ ته ننوتي او هلته یې د محمد مرسي د پلویانو درول شوې کېږدۍ ړنګې کړې او اور یې ورته اچولی دی.

د چارشنبې پر ګهیځ ځینو تلوېزیونونو په ژوندۍ بڼه د سیمې انځورونه خپرول، چې د النهضت څلورلاره کې له کېږدیو لوګي پورته کېدل.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، چې د رابعه العدویه میدان ته –چې د محمد مرسي پلویانو په کې کېږدۍ درولې وې- په زور ننوتي او د لاریون کوونکو د تیت پرک کولو هڅې کوي.

ځینو عیني شاهدانو په سیمه کې د هوايي ډزو اورېدو خبره هم کړې ده.

Image caption د امنیتي کسانو او لاریون کوونکو ترمنځ د ډبرو او ډزو تبادلې هم شوې.

پولیسو هلته غځېدلې لارې تړلې دي.

مظاهره کوونکو له جومات بهر د النهضت څلورلارې لوېديځ کې له تېرو شپږو اوونیو راهیسې کېږدۍ وهلې، چې د تېر اختر ورځو کې هم همالته وو.

عیني شاهدان وايي، لږترلږه د امنیتي کسانو په هوايي ډزو درې کسان ټپیان شوي.

په مصر کې د ننيو پېښو ژوندی حال له لاندينی تړاو کتلی شئ:

پر همدې مهال، په ځینو تلوېزیونونو کې له رابعه العدویه میدان څخه د مخامخ خبري پوښښ چاره بنده شوې.

عیني شاهدان وايي، امنیتي ځواکونو دغه میدان او الجیزې ته په ټولو غځېدلو لارو کې اغزن تارونه لګولي او یوازې د لاریون کوونکو د وتلو لپاره یې یوه لاره پرانیستې ده.

تیارسئ

ځینو امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي هلته ټول پولیس چارواکي موجود وو.

سرچینې زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه اوس د لاریون کوونکو د تیت پرک کولو لپاره تیارسئ ولاړ دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت پر خپلې فیسبوک پاڼې د سیمې خلکو ته ویلي، چې رابعه العدویه ډګر ته نژدې اوسېدونکي دې "د ډزو اورېدو په وخت کې کړکیو او ورونو ته نه نژدې کېږي، همداشان له خلکو یې د ډېرو ځلېدونکو ګروپونو د نه بلولو غوښتنه کړې".

مظاهرې

په یوه راپور کې ویل شوي چې د قاهرې یوه واټ کې د محمد مرسي د ملاتړو لاریون کوونکو له ډلې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

اخوان المسلمین پر امنیتي ځواکونو تور لګولی، چې په شخصي جامو کې یې پر مظاهره کوونکو ډزې کړې.

زرګونه لاریون کوونکي د کورنیو چارو وزارت پر لور خوځېدلي، خو امنیتي ځواکونه یې په هر ممکنه ډول د مخنیوي هڅه کوي.

ویل کېږي، چې د لاریون کوونکو په لار کې لویې ډبرې او ښیښې اچول شوې دي.

همداشان پر مظاهره کوونکو اوښلن غاز هم کارول شوی.

الازهر اعلان کړی، چې د حکومت او اخوان المسلمین ډلې ترمنځ به د کړکېچ وتلو لپاره منځګړیتوب وکړي.

خو ښکاري چې لاهم لاریون کوونکي په شپږمه اوونۍ کې هلته ټينګ دي، خو حکومت یې اوس په زور د ایستلو او تیت پرک کولو ته اړایستی دی.

د محمد مرسي له لیرې کېدا وروسته په روانو شخړو او د امنیتي ځواکونو په ډزو لږترلږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

ورته مطالب