کراچۍ ښار کې د نښتې پر مهال ۶ کسه وژل شوي

Image caption پوليس وايي وسله وال يې په سفاري پارک کې محاصره کړې دي

د پاکستان په تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې د پوليسو او مجرمينو ترمنځ د نښتو پر مهال د يوه امنيتي چارواکي په ګډون شپږ کسه وژل شوي دي.

د کراچۍ ښار د ګلشن اقبال له سفاري پارک سره نژدې سهار مهال د ډزو لړۍ پيل شوه، چې څو ساعته يې دوام وکړ.

پوليس وايي مجرمين لومړی له خټو په يوې جوړې شوې ودانۍ کې وو، او ورسته پارک ته ورننوتل.

د پوليسو سرچينې وايي سهار شپږ بجې امنيتي ځواکونو مجرمين محاصره کړل، نور پوليس يې سيمې ته وروغوښتل او په دې ډول يې د مجرمينو د تېښتې هڅې ناکامه کړې.

پوليس ادعا کوي چې دغه مجرمين د محمد پريل له ډلې سره تړلي دي، چې له کراچۍ پرته د سندهـ په نورو سيمو کې هم ډاکې اچوي.

د پوليسو يو مشر عمران شوکت وايي: "زموږ د پوليسو يو مشر وژل شوی. تر اوسه هېڅوک نه دي نيول شوي. هغه کسان چې له موږ سره مقابله کوي، هغوی ته مو ويلي چې وسلې پر ځمکه کېږدي. هغوی داسې ونه کړل او زموږ پوليس يې وواژه. موږ له دوی سره مقابله کوو".

ښاغلی شوکت وايي د مجرمينو د نيولو لپاره يې پلان جوړ کړی دی.

پوليس ادعا کوي چې د څو ساعته روانې نښتې په پايله کې يې څلور مجرمين وژلي او يو يې ټپي کړی دی.

د ډزو د تبادلې پر مهال پوليسو ته هم ځاني زيان اووښتی او همدې پوليس په غصه کړې دي.

په تېر څه باندې يو نيم کال کې په کراچۍ ښار کې له مجرمينو سره د مقابلې او بريدونو په ترڅ کې د بېلابېلو رتبو ۹۱ پوليس وژل شوي دي.

په سفاري پارک کې د دريو امنيتي ځواکونو له وژل کېدو وروسته روان کال د وژل شويو امنيتي کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

ورته مطالب