اخوان المسلمين نن بيا د لاريونونو غږ کړی دی

Image caption حکومت وايي د چارشنبې په ورځ له ۶۳۰ کسانو زيات وژل شوي، خو اخوان المسلمين دغه شمېره تر ۲۰۰۰ لوړه ښيي

د مصر حکومت وايي د چارشنبې په ورځ د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو پر ضد د امنيتي ځواکونو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۶۳۰ اووښتی دی.

چارواکي وايي ښايي د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم لوړه شي، ځکه حکومت يوازې هغه جسدونه شمېرلي چې روغتونونو ته وروړل شوي دي.

بل خوا نن اخوان المسلمين چې وايي د چارشنبې ورځې شخړو کې يې له ۲۰۰۰ ډېر ملاتړي وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي د غصې څرګندولو د ورځې لمانځلو اعلان کړی.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په مصر کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې له زغم او حوصلې کار واخلي او د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د نړۍ زياتو مشرانو د اعتراض کوونکو پر وړاندې د حکومت د زور کارولو غندنه کړې ده.

بل خوا د مصر د کورنيو چارو وزارت ويلي، په مصر کې د بېړني حالت له وضع کېدو وروسته پوليسو ته له خپله ځانه د دفاع او د تاسيساتو د ساتلو په موخه د ډزو کولو اجازه ورکړل شوې ده.

اخوان المسليمن د دغو وژنو پر ضد د جمعې له لمانځه وروسته په ټوله قاهره کې د لاريونونو د راوتو اعلان کړی دی.

دغه ګوند خپلو پلويانو ته ويلي چې د جمعې د لمانځه لپاره جوماتونو کې راټول شي او له لمانځه وروسته د قاهرې واټونو ته راووځي.

Image caption د رسمي شمېرو له مخې په دغو شخړو کې له ۳۰۰۰ زيات کسان ټپيان دي

د بي بي سي د خبريال په وينا د دغو مظاهرو شعار به ( ولس د پوځي کودتا پای غواړي) وي.

د اخوان المسلمين ګوند پلويانو د پنجشنبې په ورځ ځينې کسان ښخ کړل، خو لا هم ډېر جسدونه د قاهرې د نصر سيټي په سيمه کې په جوماتونو کې د پېژندګلوۍ لپاره ايښي دي.

د بي بي سي خبريال پخپله له رابعه العدويه جومات سره نژدې چې د اعتراض کوونکو مرکزي کمپ و د ايمان په جومات کې د ۲۰۲ کسانو جسدونه ليدلي چې په حکومتي شمېرو کې نه دي شامل.

خبريال جيرمي بوين وايي په دغو جسدونو کې ځينې داسې سوځېدلي چې پېژندنه يې امکان نه لري.

د مصر د روغتيا وزارت شمېرې ښيي چې د چارشنبې ورځې په شخړو کې له رابعه العدويه جومات سره نژدې ۱۳۷ کسه، په النهضه ميدان کې ۵۷، هيلوان کې ۲۹ او ۱۹۸ کسه په نورو ولايتونو کې وژل شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دغو شخړو کې له ۳۰۰۰ زيات کسان ټپيان دي.

ورته مطالب