مصر د کړکېچ په تړاو د اوباما څرګندونې ننګولي

Image caption د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې نړيوال فشارونه په ډېرېدو دي

د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ د لاریون کوونکو د ځپلو په تړاو د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پر غندنې، نیوکه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ښاغلي اوباما څرګندونې به یوازې تاوتریخوالي کوونکې ډلې ځواکمنې کړي او وبه یې هڅوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په مصر کې د خلکو پر وژل کېدو خواشیني ښوولې او له ټولو خواوو یې غوښتي چې تر خپلې وسې له زغمه کار واخلي.

خو د مصر د بحران په اړه تر بېړنۍ ناستې وروسته، امنیت شورا د تاوتریخوالي د غندلو لپاره کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

د بي بي سي یو خبریال وايي غونډې یوازې غوښتل دا پیغام ورسوي چې نړۍ حالات له نژدې څاري.

په مصر کې د اخوان المسلمین له خوا د لاریونونو تر اعلان وروسته مصر یوې بلې نا ارامې ورځې ته تیاري نیسي.

اخوان المسلمین دا یوه قهرجنه ورځ بللې ده.

دغه ګوند له خپلو پلویانو غوښتي چې د جمعې له لمانځه وروسته د وژل شويو سلګونه کسانو په غبرګون کې سړکونو ته راووځي.

د مصر حکومت ويلي د لاریون کوونکو د کمپونو د ویجاړولو پر مهال له ۶۳۰ کسانو ډېر وژل شوي دي.

خو اخوان المسلمين وايي چې د چارشنبې په ورځ د دوی له ۲۰۰۰ ډېر ملاتړي وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

د مصر موقت حکومت وايي پولیسو ته اجازه ورکول شوې چې د ځان او د حکومتي ودانیو د ساتنې لپاره له مهماتو کار واخلي.

په قاهره کې د دویمې شپې لپاره ګرځبندیز پر خپل ځای و.

ورته مطالب