ایراني ښوونځيو کې د څارګرو الوتکو راغورځولو مضمون

ّڅارګره الوتکه
Image caption ایران په ۲۰۱۱ کال کې ایرانۍ خاورې ته د ار کیو ۱۷۰ ډوله بې پیلوټه الوتکې د ننوتلو او ددغې الوتکې د راغورځولو اعلان وکړ.

ایران ښوونځيو کې د بې پیلوټه الوتکو راغورځولو د څرنګوالي په اړه د یوه مضمون د تدریسولو تکل لري.

د ایران یوې ورځپاڼې ویلي، چې دا مضمون د "سپاه پاسداران" له لوري ښوونځيو ته چمتو کېدونکی دی.

دا مضمون به په لېسه دوره کې د نوي نصاب له پیلېدو سره سم تدریسېږي.

د ایران اصلاح غوښتونکو ملاتړې "اعتماد" ورځپاڼې ویلي، د بسیج مرستیال قومندان جنرال علي فضلي له خولې ویلي چې "د نوي نصاب له مخې به ښوونځيو کې د دفاعي چمتووالي په لړ کې دغه مضمون تدریس شي".

په راپور کې د نوي مضمون د تدریس په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ایراني سخت دریځي د هېواد تعلیمي نصاب کې د پوځ د نفوذ ډ‌ېرولو هڅه کوي.

د ایران منځنیو او ثانوي ښوونځیو کې زده کوونکو ته د "ملکي دفاع" پر مضمون تدریسولو ډېر ټینګار کېږي.

ایران په ۲۰۱۱ کال کې ایرانۍ خاورې ته د ار کیو ۱۷۰ ډوله بې پیلوټه الوتکې د ننوتلو او ددغې الوتکې د راغورځولو اعلان وکړ.

تهران وویل چې دا الوتکه امریکا کې جوړه شوې وه.

ایران وړاندې څو ځلې ویلي وو چې د امریکا څارګرې الوتکې یې راغورځولې دي، چې یوه بېلګه یې د "سکای ایګل" بوینګ الوتکو جوړوونکي شرکت هغه وه.