پروېز مشرف د بینظیر بوټو په وژنې کې رسماً تورن شو

Image caption محکمې د جنرال مشرف په شمول ۷ کسان تورن کړي دي.

د پاکستان راولپنډۍ ښار کې ترهګرۍ ضد محکمې د دغه هېواد پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو د وژنې په قضیه کې رسماً تورن کړی دی. خو جنرال پروېز مشرف دغه تور ناسم بللی او وايي، خپله بې ګناهي به ثابته کړي.

محکمې د جنرال مشرف په شمول ۷ کسان تورن کړي دي. دې قضیې کې د اتم کم عمر تورن اعتزازشاه محاکمه د کم عمره کسانو په ځانګړې محکمه کې دوام لري.

کله چې قاضي د سې شنبې په ورځ پرېکړه ولوسته، نو پروېز مشرف وویل، د ده پر ضد سیاسي قضیه جوړه شوې او دا چې دی به خپله بې ګناهي ثابته کړي.

د روان کال د جون په ۲۵ د پاکستان تحقیقي ادارې ( ایف ای اې) جنرال پروېز مشرف د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټونو د وژنې په مهمو شکمنو کسانو کې شامل وباله.

د دغې ادارې چارواکو وویل، دوی د یوه امریکايي مارک سېګل د وینا پر بنسټ له پروېز مشرف نه پوښتنې ګروېږنې وکړي او دا چې د څېړنو په بهیر کې مشرف و نه توانېد، خپل ځان دغه قضیه کې بې ګناه ثابت کړي.

امریکايي مارک سیګل خپلو څرګندونو کې ویلي و، بینظیر بوټو ورته له وژل کېدو مخکې ویلي، چې که کوم زیان ورته واوړي، نو مسوولیت به یې د هغه مهال د ولسمشر پروېز مشرف پر غاړه وي.

ورته مطالب