م. م د سوریې په اړه بېړنۍ غونډه کوي

Image caption یوه امنیتي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي، چې د دغو رپوټونو په اړه به پلټنه وشي.

ملګرو ملتونو سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه بېړنۍ غونډه کړې ده.

د چارشنبې په ورځ سوري فعالینو وویل، چې دمشق ته څېرمه حکومتي ځواکونو پراخې کیمیاوي وسلې کارولې، چې سلګونه کسان یې وژلي دي.

د بان کي مون ویاند ویلي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کیمیاوي وسلو د کارولو د خبر په اورېدو ټکان خوړلی دی.

دی وايي چې د دغو وسلو د کارولو د چارې تحقیق لپاره سوریې ته لا له وړاندې یوه ډله تللې ده.

سوري فعالینوویلي چې حکومتي ځواکونو د دمشق ختيځ کې زهرجن غاز او کیمیاوي وسلې کارولې، چې سلګونه کسان یې وژلي، خو حکمت دا څرګندونې رد کړې دي.

ویل کېږي، برید پر هغه سیمه شوی، چې د حکومت مخالفینو تر ولکې لاندې ده.

د سوريې بشري حقونو برتانیا مېشتې څار ډلې ویلی چې "تېره نیمه شپه حکومتي ځواکونو د دمشق ختيځ الغوطة الشرقیة او الغوطة الغربیة سیمو کې بمبار کړی، چې لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي".

سرچینه زیاتوي چې "دا بمباري د هېواد روان کړکېچ کې تر ټولو ډېره وحشیانه او وژونکې ده".

د سوریې رسمي خبري اژانس "سانا" ویلي چې "الغوطة کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه دغه راپور ناسم دی".

یوه امنیتي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي، چې د دغو رپوټونو په اړه به پلټنه وشي.

د دغو رپوټونو له خپراوي سره سم، یوه نړیواله ډله سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه تحقیق کوي.

رویټرز خبري اژانس د فعالینو له خولې ویلي چې "حکومتي ځواکونو پر ترما، زملکا او جوبر سیمو بمبار کړی، چې سلګونه کسان یې وژلي دي. بمبار کې کیمیاوي وسلې کارول شوې".

خو بي بي سي ته تر اوسه د کیمیاوي وسلو د کارولو خبهر کومې خپلواکې سرچینې نه ده تایید کړې.

پر یوټیوب وېبپاڼې خپرو شویو وېډیوګانو کې د فعالینو له خوا ګڼ هغه مړي او روغتونونو کې ټپي شوي خلک ښوول شوي، چې وايي د حکومتي ځواکونو په بمباریو کې وژل شوي او ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د څارونکو یوه ډله د تېرې یکشنبې پر ورځ سوریې ته ورسېده، چې مخکې د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعاوې او رپوټونه وڅېړي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې دغه څارونکي به وروستۍ ادعاوې هم پخپلو څېړنو کې شاملې کړي او که نه.

دغه څارونکي د خان الاصل په هغه سیمه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو پر ادعاوو څېړلو بوخته ده، چې په تېر مارچ کې ګڼ ۲۶ کسان په کې ووژل شول، چې ویل کېږي، کیمیاوي وسلې کارول شوې دي.

خو حکومتي ځواکونه او مخالفین یې په روانه جګړه پر یو او بل د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه لګوي.

د دا ډول لانجمنو ادعاوو ثابتول ګران کار دی.

ورته مطالب