م م: استرالیا باید بندي کډوال پرېږدي

Image caption په استرالیا کې د کډوالو د شمېر ډېروالی هغه موضوع ده چې سیاسي ګوندونه او کاندیدان یې د سپتمبر په میاشت د ټاکنو وړاندې سره شاربي.

د ملګرو ملتونو د څار ټولنه وايي استرالیا د ۴۶ نیول شویو پنا غوښتونکو سره انساني چلند نه دی کړی او باید هغوی له بنده خوشې کړي.

د ملګرو ملتونو یو رپوټ وايي دغو ۴۶ واړو کډوالو د پناه غوښتنې قضیې رد شوې وې او دوه کاله په زندان کې ساتل شوي دي.

دا رپوټ په داسې وخت کې خپرېږي چې د استرالیا ټاکنې په را نژدې کېدو دي او دواړه کاندیدان هڅه کوي د کډوالۍ موضوع همداسې ګرمه وساتي او دې هڅه کې دي چې څنګه د پناه غوښتونکو لوړ شمېر را کښته کړي.

خو د استرالیا دولت وايي دغه ۴۶ کسان چې دوی دوه کاله په بند کې ساتلي امنیت ته ګواښ ول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رپوټ چې نن د پنجشنبې په ورځ خپور شو موندلې چې دغو پنا غوښتونکو ته د دولت دې پرېکړې د ننګولو چانس نه دی ورکړی شوی او همداسې ورسره غېر انساني چلند شوی دی.

په دغو ۴۶ کډوالو کې ۴۲ یې سریلنکایان او تامیل دي، درې یې د برما د روهېنګیا مسلمانان او یو یې د کوېټ وکړی دی.

دوی د استرالیا د کرېسمس ټاپو ته د ۲۰۰۹ کال په مارچ او ۲۰۱۰ کال په دسمبر کې ورغلي وو.

دغو کډوالو ته وېزې ور نه کړل شوې او سم لاسي ونیول شول او بندي کړل شول چې وروسته بیا د استرالیا د استخباراتو ادارې وويل چې دغو کسانو امنیت ته ګواښ پېښاوه.

د کډوالو د شمېر ډېروالی هغه موضوع ده چې سیاسي ګوندونه او کاندیدان یې د سپتمبر په میاشت د ټاکنو وړاندې سره شاربي.

په جولای کې د کارګر ګوند غړي او لومړي وزیر کوېن راد اعلان کړه چې هغه کډوال چې استرالیا ته په کښتیو کې ځي په هغه هېواد کې به نه پرېښودل کېږي او پاپوا نیو ګیني ته به استول کېږي.

دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ستونزمنه وبلله.

کوېن راد وويل دا پرېکړه یې ځکه وکړه چې د کډوالو ژوند ته خطر و او هم یې غوښتل خپل د هېواد پولې وساتي.

په همدې حال کې مخالف ګوند مشر ټوني ابات بیا وويل چې کډوالو ته به درې کلنې ویزې ورکول کېږي خو په دایمي ډول به په دغه هېواد کې د ژوند کولو حق نه لري.

هر کال په زرګونه کډوال استرالیا ته په کښتیو کې د سمندر له لارې ورځي.

ورته مطالب