روسیه وایي کیمیاوي وسلې به یاغیانو کارولي وي

  • 23 اګست 2013 - 01 وږی 1392
Image caption د کیمیاوي وسلو برید د تېرې چار شنبې (اکست ۲۱ مه) وشو چې ډېری کسان په کې ووژل شول.

روسیه وایي داسې ډېر شواهد شته چې ښيي د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې د غوتا په ښار کې د کمیاوي وسلو برید مسولین د حکومت مخالفین دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف وایي باور لري چې برید د حکومت مخالفینو په هغو توغندیو، له هغو سیمو کړی چې د دوی تر ولکې لاندې دي.

مسکو وایي له ولسمشر اسده یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د وسلې له څارونکو سره مرسته او همکاري وکړي.

خو د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وایي دا چې د سوریې حکومت د ملګرو ملتونو وسله څارونکي نه ور پرېږدي د دې څرګندونه کوي چې سوریه د څه شي پټول غواړي.

د ملګرو ملتونو د وسلو ٢٠ تنه کارپوهان د سوريې په پلازمېنه دمشق کې دي. خو لا هم ورته د غوتا سيمې ته چې ظاهرا" په کې کيمياوي وسلې کارول شوې وې د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې شک کېږي د غوتا پېښه په کلنو کې د کيمياوي وسلو د کارېدا تر ټولو لويه پېښه ده او نړېوال د سوريې پر حکومت غږ کوي چې د ملګرو ملتونو پلټونکې ډله سيمې ته پرېږدي.

روسيه چې د سوريې د حکومت ملاتړې ده وايي دې هم پر سوريې له پلټونکو سره د همکارۍ غږ کړى.

خو د سوريې د حکومت يوۀ سلاکار ډاکټر بسام ابو عبدالله بي بي سي ته وويل د ملګرو ملتونو ډلې ته به غوتا ته د لاسرسي اجازه ور نه کړل شي.

ښاغلي ابو عبدالله زياته کړه دغې سيمې ته د لاسرسي موندلو موضوع په هغه تړون کې نه ده شامله چې تېره اوونۍ له هغوى سره لاسليک شو.

"د سوريې حکومت له ملګرو ملتونو سره د دريو ځايونو د پلټنې په اړه يو هوکړه ليک لاسليک کړ. د پلټونکو ډله دمشق ته راغله او يوه ورځ وروسته بيا په غوتا کې دا پېښه وشوه. نو زه فکر نه کوم چې د سوريې حکومت دې پلټونکو ته سيمې ته د ورتګ اجازه ورکړي. زما په اند دا د ترهګرو کار دى او موخه يې سيمې ته د پوځ د ورننوتو مخنيوى و. پوځ يوه ورځ وړاندې هلته عمليات پيل کړي و. اوس عمليات روان دي او دا عمليات به ځکه ونه درول شي چې هلته ترهګر او جنايتکاران شته. د سوريې خلک له حکومت نه غواړي چې دوى له منځه يوسي. دا د منلو نه ده چې دوى په کيمياوي او يا نورو وسلو په بې ګناه وګړو بريدونه وکړي."

خو د سوريې د متحد، روسيې دغه وروستۍ وينا داسې هيلې را ټوکولي چې ښايي د بشارالاسد رژيم له پلټونکو سره مرسته وکړي.

خو د ملګرو ملتونو له پلټونکو سره د مرستې د غوښتنې ترڅنګ ځينې اړخونه د سوريې د حکومت په وړاندې که څه هم په دغه پېښه کې يې لاس لرل رد کړي د پرېکنده اقدام غوښتنه کوي.

د فرانسې د بهرنيو چارو پخواني وزير الن ژوپې په خپل وېبلاګ کې ليکلي چې فرانسه بايد د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې له هغه بهيره چې ټپ ولاړ دى په څنګ تېره شي او د سوريې له حکومت مخالفو سره پوځي مرسته وکړي.

بل لوري ته ولسمشر اوباما هم د امريکا له يوۀ ټلوېزيوني چينل سره په خپله وروستۍ مرکه کې وويل دا يوه لويه پېښه او د اندېښنې وړ ده او کېداى شي چې د سوريې ستونزې ته د امريکا د ځواب ويلو په تړاو پرېکړه چټکه کړي.

حکومت مخالفو تېره چهارشنبه تور ولګاوۀ چې حکومتي ځواکونو د دمشق ختيځ لوري ته د غوتا په سيمه کې زهرجن غاز او کیمیاوي وسلې کارولې دي، چې سلګونه کسان یې وژلي، خو حکومت دا تور ردوي او پړه پر حکومت مخالفو اچوي.

ورته مطالب