امیتاب بچن له دلیپ کمار نه وروسته پاتې دی

Image caption دلیپ کمار د ژړا او خندا دواړه فعلونه داسې تر سره کړي، چې خلک ورپسې لیوني دي. قادرخان

د خپل وخت بریالي سیناریو لیکونکي او فلمي لوبغاړي قادرخان د امیتاب بچن ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی بې ساري فلمي لوبغاړی دی، خو د قادر خان په خبره هغه په دوو مواردو کې له دليپ کمار ( یوسف خان ) نه وروسته پاتې دی.

له بي بي سي سره یوه مرکه کې نوموړي وویل:

"ما امیتاب ته وویل، چې خپل هنر کې د دلیپ کمار د خندا او ژړا کمال راوړي، ځکه د نارینه خندا او ژړا دواړه مهم شیان دي، نه خو هغه په خندا ښه ښکاري او نه هم په ژړا، خو د ده په وینا دلیپ کمار دغه دواړه فعلونه داسې تر سره کړي، چې خلک ورپسې لیوني دي. "

قادرخان زیاته کړه:

" امیتاب د ژړا او خندا په لړ کې له دلیپ کماره ډېر څه زده کړي."

کله چې د بي بي سي خبریال په دې اړه له امیتاب بچن نه وپوښتل، نو نوموړي وویل،:

" تل دعا کوم، چې له دلیپ کماره همداسې وروسته پاتې اوسم، همداسې ډېر وروسته پاتې، هغه تل زما لپاره یو ایډیال و، د فلمي هنر په برخه کې ما هېڅکله داسې فکر نه دی کړی، چې زه له هغه غوره یم. زه تل داسې فکر کوم، چې زه د هغه هنر ته نژدې هم نه شم رسېدای."

ورته مطالب