سکاټ لینډ کې هیلیکوپتر غورځېدلی، درې کسان وژل شوي

Image caption ۲۰۰۹ کال کې هم دغه ډول هیلیکوپتر وغورځېد، چې ۱۶ کسان په کې ووژل شول.

سکاټ لینډ کې چارواکي وايي، شیټ لینډ ټاپو ګانو کې یو هیلیکوپتر غورځېدلی، چې په کې ناست درې کسان وژل شوي دي.

د سکاټ لینډ بحري ساتونکو په وینا دغه سوپر پیوما ډوله هیلیکوپتر کې ۱۸ کسان ناست وو، چې پاتې ۱۴ ژغورل شوي او د درملنې لپاره لروک روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه پېښه سمبرګ هوايي ډګر لوېدېځ ته د جمعې په ماښام له ځايي سره وخت سره سم ماښام شپږ بجې او شل دقیقې رامنځ ته شوه.

د ژغورنې کښتیو مسوولینو ته کس سوین بروکس وویل، چې د یوه مرستندویه هیلیکوپتر له لوري په نښه کېدو وروسته د دوو کسانو مړي د مرستندویه کښتیو له لارې را وایستل شول.

له دې مخکې د دریو کسانو د جسدونو موندلو لپاره سمندري او هوايي لټون دوام درلود. د دریو کسانو له جسدونو موندل کېدو وروسته اوس هم یو کس بې درکه دی.

د بحري ساتونکو یوه ویندوی وویل، د دې حادثې ښکار ټول کسان په یو نا یو ډول ټپیان دي او یو هم روغ رمټ نه دی پاتې شوی.

دغه هیلیکوپتر شمالي سمندر کې د تېلو او ګازو له کارخانې څخه د کارکوونکو د وړلو راوړلو لپاره کارېده او له دوو پیلوټانو سره ۱۶ نور کسان په کې ناست وو، چې د پېښې ښکار شول.

له دې مخکې په مرستندویه فعالیتونو کې د مرسته کوونکي ار این ایل ای جیم نکولسن بي بي سي ته وویل، هیلیکوپتر داسې ځای کې و، چې رسېدل ورته ممکن نه وو او له دې سره سمندري موسم هم ډېر ښه نه و.

د نوموړي په وینا د تیارې له کبله دوی د مرستندویه فعالتونو پر مهال له ستونزو سره مخامخ وو.

له دې مخکې هم سیمه کې دغه ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.

تېر کال دوې پېښې شوې وې، خو د سر زیان په کې نه و اوښتی. خو ۲۰۰۹ کال کې شمالي سمندر کې ابرډین ته د الوت پر مهال د یوه پیوما هیلکوپتر ګیېر له کاره ولوېد او هیلیکوپتر وغورځېد، چې په کې ۱۶ کسان ووژل شول.

ورته مطالب