ملګرو ملتونو لبنان کې ټول لوري زغم کولو ته وبلل

Image caption ‌طرابلس ښار کې ډېری سنیان مېشت دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لبنان په شمالي طرابلس ښار کې د تېرې ورځې دوه بمي چاودنې وغندلې او په دې هېواد کې یې ټولې خواوې زغم ته راوبللې.

په دې غبرګو موټر بم چاودونو کې چې د جمعې لمانځه پرمهال پر دوو جوماتونو کې وشوې ۴۵ تنه وژل شوي او له ۴۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

لبنان کې د بي بي سي خبریال وايی ظاهراً داسې ښکاري چې د دې برید هدف دیني عالم سالم رفیع دی.

نوموړي سني عالم د سوریې د دولت پرضد خلک جګړې ته هڅول.

سالم چې په دې برید کې یې زیان نه دی لیدلي په یوه تلویزیوني وینا کې له خلکو وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي:

" له خلکو او ځوانانو د زغم او د غبرګون په ښودلو کې د زغم غوښتنه کوم. موږ نه غواړو چې هېواد مو وران شي ، موږ د خپل هېواد، طرابلس او د طرابلس د اوسېدونکو ساتنه غواړو، په غبرګون بېړه نه کوو، موږ ډېر وخت لرو چې په دې اړه او د دې پېښې د پایلو په اړه فکر وکړو"

امنیت شورا دا بریدونه ترهګریز بریدونه بللي او له حکومته یې غوښتي چې عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې له ټولو لبناني ډلو غوښتل شوي چې د سوریې په چارو کې د لبنان حکومت د نه لاس وهلو پرېکړې ته درناوی وکړي.

پرونۍ چاودنې د جمعې تر لمانځه وروسته له جوماته د لمونځ کوونکو د راوتلو پرمهال شوې.

د طرابلس ښار جوماتونه د جمعې پر ورځ له خلکو ډک وي، چې تر ډېره جوماتونو ته د سلفي تګلارې مخور هم ورځي.

دغه چاودنې داسې مهال شوې، چې سوریه کې تاوتریخوالی د خپل ډول خطرناک پړاو ته رسېدلی دی، چې لبنان کې یې خلک د ملاتړو او سرسختو مخالفو پر ډولونو وېشل شوي دي.

طرابلس ښار کې نژدې ۲۰۰۰۰۰ خلک اوسېږي، چې د لبنان دویم لوی ښار بلل کېږي.

په دې ښار کې د شیعه علوي لږکیو له خوا وخت ناوخت تاوتریخوالی کېږي.

هلته د سني مذهب پلویان د ښار اکثریت جوړوي.

دا چاودنې ټيک یوه اوونۍ وروسته تر هغې چاودنې شوې، چې بیروت کې یې لږترلږه ۲۷ شیعه ګان ووژل.

ورته مطالب