چينايى په رېکشاه له لندنه برازیل ته وخوځېد

Image caption چین ګومینګ تر اوسه له ۱۷۰۰ ښارونو، او ۱۶ هېوادنو نه تېر شوی دی.

يو ٥۸ کلن چينايى رېکشاه چلوونکى چې د لندن د ٢٠١٢ کال د اولمپيک په لوبو کې د ګډون په موخه يې د څه د پاسه ٣٧ زره ميله لار په خپلې ريکشا وهلې وه او ځان يې لندن ته رسولى و، اوس په برازيل کې د اولمپيک په کېدونکو لوبو کې ګډون لپاره د هغۀ هېواد په تکل خوځېدلى دی.

۵۸ کلن چین ګومینګ غواړي پر بایسکل ډوله ریکشا ریو دې ژېنېرو ته ولاړ شي.

دا هغه چینایي دی چې درې کاله وړاندې یې خپله بستره ټوله کړه او خپله پر دغه زنګ وهلي بایسکل ډوله ریکشا باندې د لندن د اولمپیک لوبو ته راغی.

چین ګومینګ د ۱۷۰۰ ښارونو، او ۱۶ هېوادنو نه تېر شوی دی.

نوموړي ۶۰۰۰۰ کیلو متره بایسکل چلولی دی.

ښاغلی ګومینګ د اولمپیک لوبو سره ډېره مینه لري او اوس غواړي د برازیل ښار ریو دېژېنېرو ته د ۲۰۱۶م کال په اولمپیک لوبو ته ولاړشي.

چین ګومینګ یوازې د انګلیسي ژبې به څلورو کلمو پوهېږي چې په هغو کې یوه هم د تشناب کلمه ده.

په انګلستان کې پولیسو څو څو ځلې هغه ته ویلي چې پر هغو لارو ولاړ نه شي چې خطر وي.

د انګلستان پولیس وايي د هغه پوهول ورته سخت وي.

چین ګومینګ وایي انګرېزي خواړه یې نه خوښېږي او زیاتره له چینایي دوکانونو ځان ته خواړه اخلي.

ورته مطالب