سوریې ته د اوباما او کامیرون د ''جدي غبرګون'' ګواښ

Image caption سوریه کې په کور د ننه دوه میلیونه ماشومان بې ځایه شوي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي دا بیخې څرګنده ده چې د د مشق شاوخوا وژل شوي کسان زهرجن غاز مسموم کړي وو. دوی ته د سوریې ډاکترانو دا شواهد چې له دوی سره کار کوي ور ښوولي دي.

د دې ټولنې یوه مشر کریستوفر سټوکس بي بي سي ته وویل یو هغه ډاکتر چې د ټپي شوي درملنه یې کوله مړ شوی او بل ناروغ شوی دی.

بل لور ته ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې د سوریې حکومت له خوا د ادعا شوې کيمياوي وسلې د کارونې په غبرګون کې له خپلو لوړ پوړو سلاکارانو سره بحث کوي.

لا هم امریکایي ا ستخبارات په دې برخه کې نور مالومات را ټولوي. ولسمشر اوباما د برتانيا له لومړي وزیر ډېوېد کامیرون سره هم په تلفون د نړیوال احتمالي غبرګون په اړه غږېدلی دی.

د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي په روغتونونو کې يې کارکوونکو د اندېښنې وړ حالت انځورونه کړې، او ويلي يې دي ګڼ شمېر ناروغان د څه کم ۳ ساعتونو واټن کې له بېلابېلو نښو سره ورغلي چې، رواني ټکان، د لعاب يا لاړو ايستل، د سترګو زيانمنېدل، او هم د ليد او ساکښلو يا تنفس ستونزې په کې وې.

دغې خيريه ټولنې ويلي د ډېرو ناروغانو درملنه په اټروپاين شوې، هغه درمل چې د اعصابو زهرجنېدا درملنې لپاره يې سپارښتنه کېږي. ډاکټر مېشل جانسن چې د بې پولو ډاکټرانو د اړيکو چارو مشر دی، بي بي سي ته د ناروغانو حالت نښې نښانې داسې څرګندې کړې:

د اعصابو زهرجن کېدل

''د ناروغانو شمېر خورا زيات و، دوی د ناڅرګندوتيا ټولې نښې نښانې درلودې، لکه له اندازې زيات لعاب ايستل، د ستګو زيانمنېدا، د ليد کمزوري، او طبعا د شلېدا له لارې د تنفسي نظام ناکامي، نو موږ پتېيوو چې دا د اعصابو زهرجنېدا وه، يا هم په ډله لييز دول د اعصابو مسمومېدا''.

د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي ناروغان د اګست پر ۲۱ مه د دمشق سيمې دريو روغتونونو ته هغه مهال وروړل شوي وو، چې د سوريې مخالف فعالانو ويل د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د کيمياوي وسلو بريد شوی دی. له بريد وروسته سمدلاسه پايلو په ترڅ کې د مرګژوبلې شمېرو په پراخ ډول سره توپير درلود. مخالفو فعالانو ويل د څو سوو او څه د پاسه زرو ترمنځ کسان وژل شوي دي.

د بې پولو ډاګټرانو ټولنې ډاکټر مېشل جانسن وويل ټولنه يې د ناروغانو بدنونو کې د نښو نښانو د لامل پخلی نه شي کولی، او يا هم دا چې پړه يې د چار پر غاړه ده، خو دا خبره کولی شي چې له زهرجنې مادې سره د مخامخ کېدوی پياوړې نښې شته:

''موږ په ساينسي ډول د دغو نښو نښانو د لامل پخلی نه شو کولی، او طبعا دا نه شو موندلی، چې د بريد پړه د چار پر غاړه ده. خو هغو ډاکټرانو چې د ۳۶۰۰ ناروغانو پلټنه يې کړې همدا خبره موږ ته کوي، او د راپورونو له مخې ۳۶۶ تنه مړه شوي دي''.

له دې وړاندې د ملګريو ملتونو جګپوړې چارواکې انجېلا کېن د سوريې پر حکومت فشار په موخه دمشق ته رسېدلې چې د ادعا شوی بريد ځای ته د پلټونکو د ورتلو اجازه ورکړي.

د بې پولو ډاکټرانو ټولنې څرګندونې د دغو زياتېدونکو ادعاوو پله لا درنوی چې د اګست پر ۲۱ مه د دمشق ختيځو څنډو او هم جنوب لوېديځ سيمه کې کيمياوي وسلې کارول شوې دي.

داسې ويډيويي انځورونه چې پخلی يې نه دی شوی، او له بريد وروسته ژر پر انټرنېټ خپاره شوي، ملکيان چې ډېری يې ماشومان دي، يا مړه او يا هم په داسې حال کې ښيي چې له کيمياوي بريد سره په تړاو وېروونکو نښو نښانو رنځېږي.

Image caption په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ويلي ولسمشر اوباما ته يې امنيتي سلاکارانو د غور لپاره د يو لړ ممکنه ځوابونو لنډيز سپارلی، خو استخباراتی څېړونکي لا تر اوسه د وقعيتونو پر راغونډولو بوخت دي.

ياغيان او مخالفو فعالانو ولسمشر بشار الاسد ته پر وفادارو ځواکونو د دغو بريدونو تور لګولی دی. خو د سوريې دولتي ټلوزيون مخالف وسله وال تورن کړي او ويلي يې د کيمياوي وسلو بېلرونه په سيمو کې موندل شوي چې د دوی ځواکونو له ياغيانو نيولې دي.

په نړيواله کچه هم نظرونه وېشل شوي، ايران او روسيه دواړه چې د دمشق ملګري دي، د بهرنيو چارو وزيرانو يې ياغيانو ته د کيمياوي وړسلو کارولو ګوته نيولې ده.

خو د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيوس ويلي ټول معلومات چې له دوی سره دي، دا ښيي چې له دمشق سره څېرمه په کيمياوي وسلو ټولوژنه شوې، او هم دا چې په وينا يې د بشار الاسد نظام يې پړه پر غاړه لري.

په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ويلي ولسمشر اوباما ته يې امنيتي سلاکارانو د غور لپاره د يو لړ ممکنه ځوابونو لنډيز سپارلی، خو استخباراتی څېړونکي لا تر اوسه د وقعيتونو پر راغونډولو بوخت دي.

ورته مطالب