نظرپوښتنه: ٪۹ امریکایان سوریه کې مداخله غواړي

زیاتره امریکايان سوریه کې د خپل هېواد له پوځي مداخلې سره مخالف دي، او باور کوي ان که چېرې هلته د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه رپوټونه ثابت هم شي، واشنګټن باید هلته له روانې جګړې ځان لیرې وساتي.

دا څرګندونې امریکا کې دوو خبري رسنیو د یوې نظر پوښتنې د پایلو په اړه کې کړې دي.

۶۰٪ پوښتل شویو امریکایانو ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو ته نه ښايي چې سوریه کې مداخله ونه کړي، خو نهه سلنې نورو بیا ويلي چې ولسمشر اوباما باید هلته د مداخلې امر وکړي.

زیاتره پوښتل شوي امریکایان په دې اند دي، ان که سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارول ثابت هم شي، باید هلته مداخله ونه شي.

په وروستیو کې د سوري مخالفو جنګېدونکو ځواکونو فعالینو پر انټرنېټ داسې انځورونه او وېډیوګانې خپرې کړې، چې ګني دمشق ته څېرمه سیمو کې حکومتي ځواکونو پراخې کیمیاوي وسلې کارولې، چې تر ۱۳۰۰ ډېر ولسي وګړي یې وژلي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.

خو سوري حکومت دا څرګندونې رد کړې، او ادعا کوي، چې شاید مخالفانو یې دا کار کړی وي.

د روانې میاشتې د نولسمې او درویشتمې نېټې ترمنځ دغه شوې نظرپوښتنه ښيي، که چېرې د ولسي وګړو پرضد د بشارالاسد له خوا د کیمیاوي وسلو کارول ثابت شي، ۲۴ سلنها امریکایان سوریه کې د پوځي مداخلې ملا تړي.

خو ۴۶ سلنه نور امریکایان بیا له دې کار سره مخالف دي.

د روانې اګست پر دیارلسمه یوې بلې ورته نظرپوښتنې ښوولې وه، چې ۳۰.۲ سلنه امریکایان هغه مهال سوریه کې د مداخلې ملاتړ کوي، که چېرې د کیمیاوي وسلو کارول ثابت شي، خو ۴۱.۴ نور امریکایان بیا له مداخلې سره مخالف وو.

د دواړو نظرپوښتنو له پایلو ښکاري، چې سوریه کې کړکېچ ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی او هلته د ولسي وګړو پرضد د کیمیاوي وسلو کارولو نړیوال په غوسه کړي، چې اوس امریکایان نه غواړي، د سوریې نوې جګړې کې ځانونه ښکېل کړي.

پایلو ښوولې که چېرې اوباما سوریه کې پوځي مداخله وکړي، شاید د خپل هېواد د وګړو له سخت مخالفت او غبرګون سره مخامخ شي، کټ مټ لکه د افغانستان او عراق جګړو کې یې چې د مداخلې پرمهال مخالفت کړی و.

ځینو امریکايي سیاستوالو، چې په سر کې یې جمهوریت غوښتونکی سناتور جان مکین راځي، د سوریې د کړکېچ په اړه د اوباما د پښې پر نیولو ټینګه نیوکه کړې ده.

ورته مطالب