سوریه کې د ملګرو ملتونو پر څارونکو برید شوی

Image caption ملګرو ملتونو څه نه دي ویلي چې پر څارونکو برید چا کړی خو څارونکي یوې امنیتي پوستې ته ستانه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په سوریه کې نښه ویشتونکو د ملګرو ملتونو د څارونکو پر کاروان ډزې کړې دي.

دغه څارونکي د پلازمېنې دمشق په لمنو کې هغې سیمې ته روان وو چې ګومان کېږي د تېرې چهارشنبې په ورځ په کې کیمیاوي وسلې کارول شوې دي.

ملګري ملتونو څه نه دي ویلي چې ډزې چا کړي خو د څارونکو پر موټرو ډزې شوې چې له امله یې هغوی بیرته یوې امنیتي پوستې ته ستانه شوي دي.

د سوریې حکومت او یاغیانو د اوربند موافقه کړې څو څارونکي وکولای شي چې په خوندیتوب سره شواهد ټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لویدیځ د سوریې پر حکومت نیوکه کوي او وايي ډېر وخت یې ونیو چې څارونکو ته یي سیمې ته د ورتګ اجازه ورکړه.

دغه راز د سوریې ولسمشر بشارالاسد امریکا ته د پوځي اقداماتو پرضد خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که امریکا پر سوریې برید وکړي نو له ناکامۍ سره به مخامخه شي.

نوموړي له یوې روسیۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل که څوک دا خوب ویني چې سوریه دې د لویدیځ لاسپوڅی شي نو دا هیڅ کله شونې نه ده.

امریکا وايي لږ شک کېږي چې د سوریې دولتي ځواکونو کیمیاوي وسلې کارولي چې د رپوټونو له مخې له ۳۰۰ ډېر کسان یې ووژل.

خو ښاغلي اسد دغه ادعا رد کړه او ویې ویل دغه ادعا عام پوهاوي ته سپکاوی دی.

د سوریې پرضد اقدام

یو کال مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي و که د سوریې حکومت کیمیاوي وسلې وکاروي نو دا به د سرې کرښې په مانا وي او ښايي له امله یې امریکا پوځي اقدام وکړي.

امریکا په مدیترانې کې د خپلو بحري ځواکونو حضور ډېر کړی او د امریکا، برتانیا او د دوی د نورو متحدینو پوځي مشران په اردن کې سره غونډه کوي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ بي بي سي ته وویل که په سوریه کې ډېره بشري اړتیا وي نو دغه اقدام به د ملګرو ملتونو له تایید پرته ترسره شي.

دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اغلو ویلي چې له ۳۰ ډېرو هېوادونو په دې هکله خبرې کړي چې د ملګرو ملتونو له تایید پرته څنګه اقدام وکړي؟

نوموړي یوې ترکۍ ورځپاڼې ته ویلي چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو له تایید یا له تایید پرته هم د بشارالاسد د رژیم پرضد له هر ایتلاف سره یو ځای شي.

د برید سیمه

هغه سیمه چې د کیمیاوي وسلو د کاردنې شک په کې کېږي د دمشق په خیتځ کې د یاغیانو تر کنترول لاندې ده.

د ملګرو ملتونو څارونکي به د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر کنترول لاندې له سیمو تېرېږي.

د ملګرو ملتونو یوه ۲۰ کسیزه څارونکې ډله د اګست له میاشتې راهیسې په سوریه کې ده.

دغه ډله د دې لپاره سوریې ته تللې وه چې تر دې مخکې د کیمیاوي وسلو د دریو نورو مشکوکو بریدونو په اړه څیړنې وکړي.

خبریالان وايي د دغو څارونکو ماموریت دا معلومول دي چې آیا کیمیاوي وسلې کارول شوي نه دا چې کیمیاوي وسلې چا کارولي دي؟

تمه کېږي چې دغه څارونکې ډله به خاوره، وینه، تشې میتیازې او د بدن د ځینو غړو حجرې د معیناتو لپاره لابراتوار ته یوسي.

ګومان کېږي چې سوریه په پراخه پیمانه کیمیاوي وسلې لري.

سوریه یو له هغو اوو هېوادونو دی چې د کیمیاوي وسلو د بندیز له کنوانسیون سره نه دي یوځای شوي.

ورته مطالب