مډونا تر ټولو زياته پيسې ګټونکې ستورې ده

Image caption د ماډونا (اېم ډي ان اې) نړيوال سفر تېر کال ۳۰۵ مليون ډالره ګټلي

د پاپ موسيقۍ ستورې مډونا په تېر يوه کال کې تر ټولو زياته ګټونکې وه، او د اوپېرا وېنفري او سټيون سپيلبرګ په څېر نورو ستوريو نه مخکې شوې ده.

د فوربز مجلې په وينا د دغې ۵۵ کلنې مټېريل ګرل اټکل ۱۲۵ مليون ډالر ګټلي، چې تر ډېره يې ښېګڼه د دې سفرونو او هم د جامو او عطرونو توليداتو سره تړلې ده.

فوربز ويلي له هغه راهيسې چې دغې مجلې د مشهورو کسانو شتمنيو څارنه پيل کړې، دا تر ټولو زياتې پيسې دی چې مډونا يې په يوه کال کې ګټي.

د فلمونو ډايرکټر سټيون سپيلبرګ په دوهم ځای کې و، او ګټه يې ۱۰۰ مليون ډالره وه.

د ده تر ټولو زياته ګټه بيا د ده د مشهورو فلمونو له ټولګې لکه (اي ټي) او (جوراسيک پارک) نه وه، چې د دغو فلمونو په شلمه کليزه په دری ډي بڼه خپاره شوي او همدارنګه د ده د تېر کال اوسکارجايزې ګټونکي لېنکن فلم هم ښه ګټه ورته کړې ده.

دغه ډايرېکټر د يونيورسل سټوډيوز کې د ټکتونو له پلور هم ونډه اخلي، چې ورسره یې د ده عايدات زيات کړي دي.

درېيم ځای کې بيا دری کسيز نيولی شوی، چې د (۵۰ شېډز اف ګرې) ليکواله اېرېکا ليونارډ، سېمون کوېل او هاوارډ سټرن وو، چې هر يوه يې ۹۵ مليون ډالره ګټلي دي.

Image caption ليډي ګاګا د شتمنو لست کې پر لسم ځای راغلی ده

ورپسې له ۹۱ مليون ډالرو سره د په زړه پورې ليکوالۍ څښتن جېمز راځي، په داسې حال کې چې ډ ټلوزيني او راډيويي پروګرامونو کوربه ګلېن بېک بيا م۹۰ ليون ډالر ګتلي دي.

تر ټولو شتمنو لسو نورو کې بيا د ټرانسفارمرز ډايرېکټر مايکل بې ۸۲ مليون ډالره، پروډيوسر جېرې بروکېمر ۸۰ مليون او هم پاپ سندرغاړې لېډي ګاګا هم ۸۰ مليون ډالر ګټلي دي.

فوربز د مشهورو څېرو ګټو وټو خپل کلنی نوملړ د استازيو، مديرانو، پروډيوسرانو او نورو له معلوماتو جوړوي، چې د هرې مشهورې څېرې د هنري توليداتو سره په تړاو ګټو خپل اټکلي حساب وکړي.

ورته مطالب