د سوريې کړکېچ: وليد المعلم د کيمياوي وسلو بريدونو خبره رد کړه

د سوريې بهرنيو چارو وزير وليد المعلم وايي په "څرګنده او بشپړه توګه" دا خبره ردوي چې حکومتي ځواکونو يې دې کيمياوي وسلې کارولي وي.

ښاغلي المعلم ورسته له هغه دا خبرې په دمشق کې يوه خبري کنفرانس ته کولې چې امريکا ويلي وو د کيمياوي وسلو بريد داسې نښې نښانې شته چې "ردېدی نه شي".

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وويل د ملګريو ملتونو پلټونکو ډله نه ده توانېدلې چې د کيمياوي وسلو کارونې دوهم ځای ته ورشي، ځکه چې د ياغيانو له لوري درول شوي وو.

امريکا ويلي دوی او ملګري يې د تېرې اوونۍ مرګونو بريدونو ته په ځواب کې د سوريې پر وړاندې پر بريدونو غور کوي.

ښاغلي المعلم خبري کنفرانس ته وويل که د سوريې پر وړاندې کوم پوځي عمل ترسره کېږي، نو د کيمياوي وسلو کارولو پلمه به ناريښتينې، بې بنسټه او بې دليله وي.

ده زياته کړه: "دوی ويلي بريد سوري ځواکونو کړی، زه کېري (د امريکا بهرنيو چارو وزير) ته دا په څرګنده او بشپړه توګه ردوم. په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نه شته چې د خپلو خلکو پر وړاندې دې د ويجاړۍ وسلې وکاروي."

د سوريې بهرنيو چارو وزير پر دې هم ټينګار وکړ حکومت يې د ټولو هغو ژمنو درناوی کوي چې د لاسرسي او خونديتوب په اړه يې ملګريو ملتونو ته کړې دي.

ورته مطالب