ترکيه: له سوري ضد هر ايتلاف سره يو ځای کېږو

Image caption تر اوسه، نه سوري حکومت او نه هم ياغيانو د کېمياوي وسلو د کارولو مسووليت منلی دی

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو ويلي که د ملګرو ملتو د امنيت شورا په کچه د سوري کړکېچ د حل لپاره اقدام ونه شي، ترکيه به د سوريې پر ضد له بل هر نړیوال ايتلاف سره يو ځای شي.

ښاغلي داود اوغلو وويل: "زموږ لومړيتوب تل د نړېوالې ټولنې سره په ګډه د ملګرو ملتونو د پرېکړو پر بنسټ ده. خو که د ملګرو ملتونو امنيت شورا ونه توانېږي چې په دې اړه پرېکړه وکړي، نو پر ځای به يې بل ګام پورته کړي".

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير زياته کړه د شاوخوا ۳۶ هېوادونو يوه ډله د سوريې په کړکېچ کې د مداخلې پر لارو چارو فکر کوي.

ښاغلي احمد اوغلو وويل: "که د دغه بهير په منځ کې د سوريې پر ضد کوم ايتلاف جوړ شي، نو ترکيه به په دغه ايتلاف کې ورګډه شي."

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير څرګندونې وروسته له هغه خپرېږي، چې د پلازمېنې دمشق په لمنو کې د کېمياوي وسلو د کارولو په تړاو په سوريه کې د امريکا، برتانيې او فرانسې د پوځي مداخلې شونتيا زياته شوې ده.

تر اوسه، نه سوري حکومت او نه هم ياغيانو د کېمياوي وسلو د کارولو مسووليت منلی دی.

سوري حکومت اوس موافقه کړې چې د ملګرو ملتونو د څارونکو امنيت ساتي او هغوی ته يې اجازه ورکړې چې د بريد له ځايه ليدنه وکړي.

پر همدې مهال امريکا او برتانيا وايي نور نو د بريد د څرنګوالي په اړه د پلټنو وخت تېر شوی دی.

دوی وايي په دې اړه ډېر لږ شک لري چې د بشار الاسد حکومت دې له کېمياوي وسلو کار اخيستی وي، او اوس نژدې باوري شوي چې بريد حکومت کړی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي دي، چې روسيه د سوريې پر ضد د پوځي مداخلې په اړه په ژوره توګه اندېښمنه ده.

ورته مطالب