کینیا کې پر یوه ښځه دوه "شریک" میړونه

کینیا
Image caption سیلفیستر مویندوا د مهر ورکولو لپاره چمتووالی ښوولی.

په کینیا کې دوه سړي په مشترک ډول یوه ښځه لري.

دغه میندواره ښځه، چې دوه ماشومان یې زیږولي، له دواړو مېړونو سره خوشحاله ده، چې له څلورو کلونو راهیسې په نوبت له دواړو سره ژوند کوي.

د کینیا "ډیلي نېشن" ورځپاڼې په حواله، سیلفستر مویندوا او الیجا کیماني هوکړه کړې، چې دواړه له له دغې ښځې سره ښه اړیکي پالي، خو د ښځې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې ده.

دواړو مېړنو اتفاق کړی، چې د ښځې کوم زیږېدونکی زوی به د کوم مېړه له خوا ساتل او پالل کېږي.

وکیلان وايي، دغه "واده" په قانوي ډول شوی دی.

ورځپاڼه وايي، د پولیسو یو افسر عطاالله عبدالرحمن په دې کې بریالی شوی، چې دواړه سړي د یوې ښځې نکاح کولو ته راضي کړي، ځکه چې دواړو یې په نکاح کولو کې اختلاف درلود.

"ننګ"

د کینیا "ان ټي وي" د دغو دواړو کسانو د اتفاق لیک داسې راخیستی چې : "سر له ننه مو پرېکړه کړې، چې هېڅ یو به بل ته ستونزه نه پېښوي او د ښځې په اړه به هېڅ یو بل کس ته خوله نه اچوي، او ښځه هم له دواړو کسانو سره خوشحاله ده".

په پرېکړه کې دا هم راغلي، چې "دواړه هغې پرېکړې ته وفاداره یو، چې کومه ورځ به ښځه له کوم مېړه سره وي".

د کورنیو قضیو اړوندې د کینیا یوې وکیلې جودي تونګوري ویلي، چې د کینیا د قانون له مخې د ډېرو ښځو نکاح کول ممنوع نه دي.

تونګوري دا هم ویلي، "خو داسې قوانین نه لرو، چې دوه سړي دې پر یوه ښځه شریک شي، خو د دود له مخې دا کار کېدی شي".

خبریالان وايي، کینیا کې د ډېرو ښځو په نکاح کول معمول خبره ده، خو پر یوې ښځې تر یوه د ډېرو کسانو شریکېدل بیا نه دي اورېدل شوي.

ورته مطالب